فبروري 25, 2021

راشدخان وایي دریو توپ‌وهونکو ته یې له توپ اچونې وېره لرله

یاران سپورټس
د افغان لوبډلې مرستیال لوبډلمشر او ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان ویلي، چې هغه په کرکټ لیګونو کې درې توپ‌وهونکو ته د توپ اچونې پر مهال لږ څه وېره احساسوله.
کرېک ټرېکر وېبپاڼې د راشدخان له قوله لیکلي دي، چې په کرکټ کې یې کرېس ګېل، انډری رسل او هارډېک پانډیا ته یې سمه توپ اچونه نه شوه کولای.
راشدخان په آې پي اېل سیالیو کې د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې سره د ۲۰۱۷م راهیسې لوبېږي او په لیګ کې یو له مطرحو توپ اچوونکو بلل کېږي.
په ۲۰۱۸م آې پي ایل کې یې په خپلې زبردستې الراونډرۍ حېدراباد لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسوله او کلکته لوبډله یې ماته کړه.
راشدخان پر دې سربېره د نړۍ په لسو شاوخوا لیګونو کې لوبېږي او یو مشهور او د پام وړ بالر بلل کېږي، چې لوبډلې پرې ملا تړي.
خو هغه اوس ویلي چې نوموړی په کرکټ هغه وخت ډېر له توپ اچونې ډاډه نه و، چې کله به یې کرېس ګېل، انډری رسل او یا هم د هندوستان الراونډر هارډېک پانډیا ته توپ اچونه کوله.
د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې سپېن بالر اېش سودي بیا د راشدخان صفت کړی او هغه یې د نړۍ په کچه یو عجیبه سپېن بالر بللی دی.

د خبریال پوښتنه او د راشدخان ځواب

د یو هندي تلویزیون خبریال جټېن سپرو له راشدخان څخه پوښتنه کړې، چې ته نړۍ کې کوم توپ وهونکو خطرناک بولې او ته ورته سمه توپ اچونه نه شې کولای؟
۲۱ کلن راشدخان ورته په ځواب کې ویلي، چې کرېس ګېل، رسل او هارډېک پانډیا ته توپ اچونه ګرانه ده.
راشدخان په بلاسټ سیالیو کې له سسکس لوبډلې سره لوبېږي، په بېګ باش لیګ کې له اډیلایډ سټرایکرز سره، په مزانسي افریقایي لیګ کې، کارابین سوداګریز کرکټ لیګ کې، د بنګله‌‌دېش لیګ، ټي ټېن لیګ، کابل ځوانان او ټي ټېن لیګ کې لوبېږي او په دغو لیګونو کې د نړۍ له مختلفو توپ وهونکو سره مخ شوی او توپ اچونه یې ورته کړې ده، خو ټولو توپ‌وهونکو کې یې درې توپ وهونکي خطرناک بللي دي.
راشدخان په ۲۱۱ شل اوریزو سوداګریزو لوبو کې ټولې ۲۹۶ وېکټې اخیستې، چې ښه توپ اچونه بلل کېږي.
بل پلو کرېس ګېل، رسل او هارډېک پانډیا درې واړه ستر هټران دي او په توپ‌وهونکو حمله کوونکې توپ وهنه کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*