سپورټ کرکټ مخکښان

راشدخان: د کريکټ د نړۍ ستر نوم!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکوال: مدثر دعوت

د راشدخان نوم که په نړۍ کي يو عادي انسان هم اوري په زړه کي به يې هتماً ورته ځانګړې مينه پيدا کيږي، خو پاکستان پکښې استثنا دی!

که راشدخان په افغانستان کي د ښار څخه يو لېري ولسوالۍ ته ولاړسي ، تاسو يې فرض کړئ د هلمند جګړې ځپلي موسی کلا يا واشير ولسواليو ته ،خلک به يې د ډيرې ميني په افراط کي څومره تنګ کړي که څه هم زموږ خلک ژوندي نه ستايي،او تل يې په يو منفي ټکي پسې ګرځي خو بياهم راشد راشد دی!

که د هندوستان ولس دخپل حکومت څخه راشد ته د افتخاري تابعت غوښتنه کوي او بيا د يو هيواد ولسمشر هغه غوښتنه ردوي دلته بیا راشد زموږ وياړ سو او نامي هغه دی چي د راشدخان عکس خپل پروفايل ته ورکړي.

 

که دپاکستان په وړاندي ښه لوبه ترسره کوي او ټوله لوبډله يې د مځکي وهي دلته نو راشد خپل افغانيت څرګند کړ ،که څه هم موږ يې په افغانيت کي شک وينو.

د راشد ګوګلي شېن وارن منلې، د هندوستان ميډيا يې يوه لوبه دومره شاربي چې د ډهوني سره سر وهي، اسټرالياوي کمينټران ددې پرځای چې انډول مراعت کړي د راشدخان دومره صفت کوي فکر به کوې چې بل هيڅوک لوبډله کې نسته.

د نړۍ هر ستر تجارتي لېګ کې هر لوبډله پر دې فکر کوي چې بايد راشدخان د ځان سره ولوبوي، خو هلته بيا يوازي د يوې لوبډلې سره بخت ملګری کېږي.

راشد وړتيا ده،شهرت دی او د افغانستان د درې رنګه بيرغ رپوونکی دی.

که څه هم نوموړي په لنډ وخت کې د کريکټ په مسلک کې ډېر زيات ريکارډونه جوړ کړه خو پدې وروستيو کې د ترټولو ځوانترينه او تېزترينه لوبغاړي په حيث په شل اووريزو لوبو کې د ۳۰۰ ويکټو اخيستلو يوځل بيا په نړيواله کچه د خبرونو سرټکی کړ.

همدارنګه راشدخان لومړنی افغان سو چې مينوال يې د فيسبوک اړوند انسټاګرام کې تر يو ميليون اضافه سوه.

د خوشحال خان خټک دا شعر دلته د ويلو دی:

د ګلونو قدر چا زده ؟
د بُلبُل يا د بورآ زده
په دُونيا کې خو يو يو وي
چې هنر يې د کيميا زده
زه ژړا کړم زما ژړا زده
ته خندا کړه ستا خندا زده
خلک بد کړي زه به ښه کړم
زه خوشحال يم زما دا زده

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ