اپریل 19, 2021

راشدخان په ټېسټ لوبو کې ریکارډ جوړ کړ

په ټېسټ لوبو کې بیلابېلو بالرانو ښې کارکرده ګۍ کړي دي، په دې لوبو کې راشدخان هم یو ریکارډ دا جوړ کړ، چې په تېرو شلو کلونو کې یواځېنی هغه بالر شو، چې د زیاتو اورونو ترسره کولو ریکارډ یې جوړ کړ.

هغه د زِمبابوې خلاف دویمه ټېسټ لوبه کې ټول ۹۹ اعشاریه ۲ اورونه ترسره کړل او ۱۱ وېکټې یې واخېستې.

له ده یواځې یو بالر مخکې دی، چې هغه د سریلانکا پخوانی توپ اچوونکی موتیا مورالي تارن دی.

تارن په ۱۹۹۸ کې د انګلستان پر وړاندې ټېسټ لوبه کې ۱۱۳ اعشاریه ۵ اورونه کړي وو او د نړۍ په کچه لومړی بالر دی، چې په یوه ټېسټ لوبه کې یې دومره اورونه ترسره کړي دي.

خو په ۲۱ مه پېړۍ کې راشدخان د زیاتو اورونو ترسره کولو ریکارډ جوړ کړ.

د زِمبابوې پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې راشدخان په لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې د ۱۳۸ منډو په ورکولو سره ۴ وېکټې واخیستې او ۳۶ اعشاریه درې اورونه یې هم وکړل.

دویمه لوبه کې راشدخان په توپ اچونه او حشمت الله شهیدي په توپوهنه کې کلیدي رول ولوباوه.

شهیدي ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د افغانستان منډې یې تر ۵۴۵ پورې ورسولې، چې یوه پاڼۍ کې د افغانستان لخوا د زیاتو منډو ریکارډ دی.

دویمه پاڼۍ توپ اچونه کې راشدخان ۶۲ اعشاریه ۵ اورونه ترسره کړل.

راشدخان په لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې درې اورونه مېډن کړل او دویمه پاڼۍ کې یې ۱۷ اورونه مېډن کړل.

نوموړي په دواړو پاڼیو توپ اچونه کې ۲۷۵ منډې ورکړې، چې لومړۍ کې یې ۱۳۷ او دویمه کې یې ۱۳۸ منډې ورکړې وې.

خو په دویمه پاڼۍ توپ اچونه کې راشدخان ۷ وېکټې واخېستې، چې مجموعي ۱۱ وېکټې شوې.

په توپ اچونه کې راشدخان د لوبډلې د ملاتیر دی

راشدخان نن سبا په افغان لوبډله کې د توپ اچونې برخه کې د ملا د تیر رول لوبوي، په لومړۍ لوبه کې راشدخان نه و، نو د زِمبابوې په څېر یوې لوبډلې هم افغان ټیم ته په لس وېکټو ماته ورکړه او لوبه یې په ستر توپیر وګټله؛ خو که دویمه لوبه کې هم راشدخان نه وای، نو د افغان لوبډلې بند اوبو وړی و او کېدای شوای دا لوبه یې هم بللې وای.

په دویمه لوبه کې راشدخان وکولای شول، د زِمبابوې یوولس لوبغاړي وسوځوي، چې دا د راشدخان د بالېنګ اغېز او د هغه ځیرکتیا جوتوي.

په یوه پاڼۍ کې د زیاتو وېکټو اخېستلو ریکارډ

په یوه پاڼۍ توپ اچونه کې د انګلستان پخواني بالر جېم لکر د اسټرالیا خلاف په ۱۹۵۶ کې ۱۰ وېکټې اخیستې وې.

د هندوستان انیل کومبلی د پاکستان خلاف ۱۹۹۹ کې لس وېکټې اخیستې وې.

جورج لوهمن د انګلستان بل بالر و، چې یوه پاڼۍ توپ اچونه کې یې ۹ وېکټې اخیستي دي.

همدارنګه جېم لکر، مورالي تارن، هاډلي، عبدالقدیر، مالکم، جوش بای پټېل او ګڼو نورو بالرانو په ټېسټ لوبو کې نهه، نهه وېکټې اخیستي دي او دا یې غوره ریکارډونه دي