راشدخان؛ لوبډلمشرۍ نه وېره لرم 

د افغان لوبډلې ګوګلي بالر او د شل اوریزو لوبو مرستیال لوبډلمشر راشدخان په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دی لوبډلمشري نه کوي، له لوبډلمشرۍ ځکه وېرېږي، چې د ده په لوبه منفي اغېز کوي.

په تېرو درېیوو کلونو کې د افغانستان کرکټ بورډ په دې لټه کې دی، چې یو ښه لوبغاړی لوبډلمشر وټاکي؛ خو تر اوسه نه دی بریالی شوی او څو ورځې وړاندې یې حشمت الله شهیدي د تېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر معرفي کړ، رحمت شاه زرمتی یې ورسره مرستیال کړ.

راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري رد کړې ده، د هغه په آند دی د یو لوبغاړي په توګه ډېر باارزښته دی نه د یو رهبر به توګه.

راشدخان وایي « زه د یو لوبغاړي په توګه ښه یم، په مرستیالۍ کې بهتره یم، له دې لارې لوبډلمشر سره مرسته کوم او دا زما لپاره غوره ده، چې زه د لوبډلمشرۍ له مقام څخه لېرې اوسم».

هغه زیاته کړې ده، زه د یو لوبغاړي په توګه د لوبډلې لپاره هرڅه سمولی شم، که چېري زه لوبډلمشر وای، د لوبې پرځای به مې په نورو مختلفو شیانو فکر کاوه، چې دې زه له ستونزو سره مخ کولای شوم.

د راشدخان په وېنا اوس نړیوال جام ډېر مهم دی، چې ښه لوبه پکې وکړو، که چېري لوبډلمشر وای، نو زما کیليدي رول به له ستونزو سره مخ شوی وای، زه د یو لوبغاړي په توګه زیات خوښ یم او د غوراوي کمېټې نه مې غوښتي، چې له لوبډلمشرۍ مې لېرې وساتي.

راشدخان یو ځل مخکې هم لوبډلمشر شوی و، چې بیا یې په لوبو اغېز پریوت او بالاخره بېره له لوبډلمشرۍ لرې شو پرځای یې اصغر افغان لوبډلمشر شو.

۲۰۱۹ کال نړیوال جام نه وړاندې د افغان لوبډلې لوبډلمشري ووېشل شوه، ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو، راشدخان د شل اوریزو او رحمت د ټېسټ لوبو لوبډلمشران شول، خو په نړیوال جام کې د ۹ لوبو بایللو، افغان کرکټ مینوال په لوبډله او کرکټ بورډ بې باوره کړل.

له دې وروسته بیا راشدخان ته لوبډلمشري ورکړل شوه، خو هغه هم بېرته ژر لاس پر سر شو او یو ځل بیا اصغر لوبډلمشر شو.

تازه یو ځل بیا کرکټ بورډ نوی لوبډلمشر ټاکلی او ټولو لوبغاړو ورته مبارکي ورکړې ده.

خو ډېری افغانان لا هم وېره لري، چې هسې نه بیا د ۲۰۱۹ کال تاریخ تکرار شي.

ځکه اوس هم نړیوال شل اوریز جام ته لوبډلې د چمتووالي په درشل کې دي او د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې زوړ لوبډلمشر اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه کړ.

راشدخان ویلي اصغر په تېرو پنځه کلونو کې ښه لوبډلمشري کړې او اوس لپاره هم هغه ښه انتخاب و؛ خو په هرحال هر لوبغاړی که خپل رول وپېژني او خپله دنده په خپله ډول مخته یوسي، په لوبډله ډېر فشار نه راځي.

دلته د هر لوبغاړي رښتینې لوبې ته اړتیا ده او باید په صداقت سره خپله لوبه ترسره کړي او د هېواد ګټې په نظر کې ونیسي.

وروستي مطالب