سپورټ کرکټ کرونا

راشدخان د کرونا ځپلو سره مرسته کوي!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي پياوړي لوبغاړي راشدخان وايي د کرونا ويروس له کبله زيانمن سويو کورنيو سره مرسته کوي.

په نړيواله کچه ډيرو ورزشکارانو د کرونا ويروس له کبله د زيانمنو سويو کورنيو سره په خپلو هيوادونو کي بيلابيلي مرستي کړي او د خپلو خلکو لاسنيوی يې په بد حالت کي کړی.

په دې څو ورځو کي پر ټولنيزو رسنيو فعالانو دا پوښتنه کول چي ولي د راشدخان او محمدنبي په څير سرمايه لرونکي کريکټران او ورزشکاران د افغانستان د کرونا ځپلو ياهم پدې وخت کي د غريبو کورنيو سره د مرستي اعلان نه کوي.

راشدخان نن د خپلو خلکو د لاسنيوي او مرستي لپاره ټټر وډبوی او پر ټولنيزو رسنيو يې خبر ورکړ چي په سختو حالاتو کي د خپل ولس لاسنيوی زما مسوليت دی،او له سياسیو او شتمنو څخه يې هيله کړې چي پدې حساس وخت کي خپل وس ونه سپموي.

راشدخان پرخپل فيسبوک او ټويټر اکاونټونو ليکلي:

((موږ له ټولو انسانانو سره مرسته نشو کولی، خو خامخا له یو شمېر سره د مرستې توان لرو.

زه راشد خان به په دغو سختو حالاتو کې له خلکو سره مرستې کوم او دا زما مسولیت دی.

موږ به هغو خلکو او بې وزلو سره چې د کرونا له کبله اقتصادي زیانمن شوي، ‌د باندې نشي وتلی او په کورونو کې دننه دي، د اړتیا وړ او ضروري توکو مرستې برابرو او رسوو.

زه له ټولو لوبغاړو، سوداګرو، سیاسي او ملي شخصیتونو څخه غواړم چې په دغو سختو شرایطو کې د خلکو لاس ونیسي او له خلکو سره مرستې وکړي.

د بل سره په مرستې سړی لا شتمن کیږي او زړه یې لا غني کیږي. په مرستې سره مو شتمني نوره هم زیاتیږي!))

په افغانستان کي تر دې مهاله په کرونا ويروس۱۱۰ کسان اخته سوي چي له کبله يې ۴ تنه مړه سويدي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ