سپورټ کرکټ مخکښان

نن نړيوال کريکټ ته د راشدخان د راتګ ورځ ده!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکوال: مدثر دعوت

د ۲۰۱۵ز په همدې ورځ نړيوال کريکټ ته يوه نوې څېره او نوی نوم را څرګند سو.

راشدخان راغی، قوي ريکارډونه يې جوړ او مات کړه،او د افغانستان کريکټ ته يې د نړۍ توجه زياته کړه.

د زيمبابوې په وړاندي د ۲۰۱۵ز کال د اکتوبر مياشتي په ۱۸مه نيټه يې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه,هماغه لوبه کې يې ۱۰ اوورونه ترسره کړه، دوې ويکټي يې ترلاسه کړې ،يو يې ميډن اوور وکړ او ۳۰ منډي يې ورکړې،افغانستان هماغه لوبه وګټله.

همدا راشدخان په ډيرو معتبرو ليګونو کې ولوبیدی/لوبېږي ،په معتبرو کتابونو کې يې نوم وليکل سو،د ګوګلي د ماسټر لقب يې وګټی او د افغان کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر هم وټاکل سو.

شېن ورن،موراليدرن او شاهد افريدي يې په وارو وارو صفتونه کړي او دا يې منلې چې راشدخان يو حقيقي کريکټر دی.

راشد د تجارتي لېګونو ښايست او د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې د ملا تير دی.

راشدخان اوس ۲۲ کلن دی او د کريکټ د نړۍ لپاره لاهم ډېر مزل په مخکې لري .

نوموړی په ۴ ټيسټ لوبو کې ۲۳، په ۷۱ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ۱۳۳ او په ۴۸ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ۸۹ ويکټې لري.

ايا موږ بختور نه يوو؟!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ