راشدخان د کريکټ نړيوالي شورا مياشتنۍ جائزې ته نوماند دی 

د کرکټ نړیوالې شورا د تېرې مارچ میاشت لپاره غوره لوبغاړي اعلانوي، چې راشدخان هم پکې نوماند دی.

تاسې څه فکر کوئ، چې راشدخان به زیاتې رایې یوسي، تر څو د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شي؟

د کرکټ نړیوالې شورا د نارینه وو له جملې څخه راشدخان، بونېشور کومار او د زِمبابوې شان ویلیمس نوماند کړي دي.

په دې درېیوو لوبغاړو کې به یو د میاشتې غوره لوبغاړی اعلانېږي او جایزه به ورکول کېږي.

همدرانګه یادې شورا د ښځينه وو له جملې څخه د هندوستان راجِشواري ګېکواډ، له افریقا څخه لېزل لي او د هندوستان څخه پکې پونم رات شاملې دي.

له دې درېیوو به یوه غوره لوبغاړې اعلانېږي او جایزه به ورکول کېږي.


راشدخان په مارچ میاشت کې

راشدخان په تېره میاشت کې د زِمبابوې پر وړاندې یوې ټېسټ او درې شل اوریزو لوبو کې ولوبېد.

په دویمه ټېسټ لوبه کې یې د زِمبابوې ۱۱ لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بریا کې یې ښه ملګرتیا وکړه.

همدارنګه د درېیوو شل اوریزو لوبو په لړ کې یې هم ښه پرفامېنس وکړ، هغه په دې لوبو کې شپږ وېکټې ترلاسه کړې.

خان په دې میاشت کې په نړیوالو لوبو کې ټولې ۱۸ وېکټې ترلاسه کړي دي.

افغان لوبډلې له زِمبابوې څخه د درې شل اوریزو لوبو لړۍ درې د صفر پر وړاندې وګټله.

د هند بونېشور کومار او تېره میاشت

یاد لوبغاړي د انګلستان خلاف په درې یو ورځنیو لوبو کې ۶ وېکټې ترلاسه کړې، چې ایکانومي یې ۴ اعشاریه ۶۵ وه.

هغه په پنځه شل اوریزو لوبو کې څلور وېکټې واخېستې او ایکانومي یې ۶ اعشاریه ۳۸ وه.

که په وېکټو شي راشدخان تر بونېشور کومار ډېرې وېکټې اخیستي او پرفارمېنس یا کارکرده ګي یې هم غوره ده.

شان ویلیمس او مارچ میاشت

د زِمبابوې لوبډلمشر او پیاوړي الراونډر شان ویلیمس د افغانستان پر وړاندې دوه ټېسټ لوبو کې ۲۶۴ منډې وکړې او هم یې دوه وېکټې ترلاسه کړې.

په درې شل اوریزو لوبو کې یې ۴۵ منډې وکړې او سټرایک رېټ یې ۱۲۸ اعشاریه ۵۷ و.

ښځينه لوبغاړې او سیالۍ یې

د هندوستان رجِشواري ګېکواډ د هندوستان لپاره د افریقا پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

هغه په دې لوبوکې مخکښه وېکټ اخیستونکې وه، ټولې یې ۸ وېکټې ترلاسه کړې وې.

بل پلو د سویلي افریقا لېزل لي یوه سلیزه او دوه نیمه سلیزې ووهلې او د ښځينه وو په منځ کې یې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د هندوستان بلې لوبغاړې پونم رات په پنځه یو ورځنیو لوبو کې د افریقا پر وړاندې ۲۶۳ منډې وکړې، چې ۸۷ اعشاریه ۶۶ یې اورېج او ۷۱ اعشاریه ۶۶ یې سټرایک رېټ و.

په یو ورځنیو لوبو کې مخکښه منډې جوړوونکې وه.

یوه یې سلیزه او دوه یې نیمه سلیزې وهلې وې.

د لوبغاړو د بریا لپاره رایه اچونه

دا درې نارینه او درې ښځینه لوبغاړې په لوبغالو کې د غوره کارکرده ګۍ له امله شارټ لېسټ او بیا نوماند شوي دي.

اوس د هر لوبغاړي لپاره انلاین رایه اچونه ترسره کېږي او هرڅوک کولای شي، د خپلې خوښې لوبغاړي ته رایه ورکړي.

د وټونو راټولوونکي او مسوولین

افغانستان کې حمید قیومي او جاوېد همیم، اسټرالیا کې اډم کولېنس او لیسا ستالیکر، بنګله دېش کې طارق محمود او محمد عصام، انګلستان کې کالېکا مېهتا او کلیر ټایلر، ایرلېنډ کې این کلېنډر او اېسوبیل جایس، هند کې مونا پارتسراتي او وي وي لکسمن، نیوزیلېنډ کې مارک جینټي او جان رایټ.

پاکستان کې سهیل عمران او رمیز راجا، سویلي افریقا کې فردوس مونډا او مکیا اېن ټیني، سریلانکا کې چمپیکا فرنېنډو او رسل ارنولډ، ویسټ انډیز کې ایئن بېشپ او انډي رابېرټس، زِمبابوې کې ټي رېسټن هوم او ایم پومیلیلو ایم بنګوا او ورسره اې کی اېس ساتېش او پرېسټن مومسېن.