په باليووډ کې د راشد خان د خوښې ستوري څوک دي؟

ليکنه: مدثر دعوت
راشد خان وروسته ترهغې چې په خورا معتبرو لېګونو کي ولوبېد، د نړۍ په هر کونج کې يې ډېر زيات مينوال پيدا کړل او لايې هم د مينوالو کچه په لوړېدو ده.
راشد خان اوس د بې تجربه لوبغاړو پر ځای د نړۍ په تکړوو کرکټرانو پسې اخيستې ده.
ويرات کوهلي، اې بي ډيويلرز، ډېويډ ميلر او کريس ګيل يو له هغو پياوړو کرکټرانو څخه دي چې د راشد خان ښکار شويدي.
۱۹ کلن راشدخان چې سږ کال هم په IPL کې له محمدنبي سره يو ځای د سنرايزرز حيدراباد سره لوبيږي، تر دې مهاله يې ۱۶ ویکټې اخيستي او لا يې هم لوبډله مخته روانه ده.
د سنرايزرحيدراباد لوبډلې د ملاتړ کوونکي ريډ ايف ايم سره په مرکه کې د راشد مينوالو دده څخه د نورو پوښتنو ترڅنګ دا هم پوښتي دي چې په باليووډ کې دده د خوښې ښځينه اداکاره څوک ده؟
که څه هم د ريډ ايف ايم راډيو نطاق کيسنا راشد ته کټرينا کايف وريادوي، خو راشد شرميږي، کښته وګوري او بيا د يا په ځواب سره سر وخوري.
وروسته ترې وپوښتل شول چې د خوښې ښځينه اداکاره او نارينه لوبغاړی دي کوم يو دی، نو راشد بې درېغه په ښځينوو کي د انوشکا شرما او پريتي زينتا يادونه وکړه، خو په نارينه ستورو کې د باليووډ د بوکس افيس د باچا عامر خان څخه ډېر متأثر وو.
راشد خان د کرکټ د نړيوالې شورا له لوري د شل اووريزو لوبو د درجه بندۍ په لومړي ځای کې قرار لري.




وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ