سپورټ کرکټ وزش او تمرین

بېګ باش کرکټ لیګ کې راشدخان دې لومړۍ لوبه وبایلله

د اسټرالیا سوداګریزکرکټ لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي پیرل شوي دي؛ خو یواځې یې راشدخان په خپله لومړۍ لوبه کې ولوبېد.

راشدخان په دې لوبه کې ښه ونه ځلېد، په توپوهنه کې یې په لومړي بال خپله وېکټ له لاسه ورکړه او په صفر اوټ شو.

هغه په توپ اچونه کې هم د تېر په څېر ښه ونه ځلېد، په ۴ اورونوکې یې ۳۸ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.

راشدخان باندې ډارسي شارټ شپږیزې او څلوریزې ووهلې او توپونه یې پرې له پولو واړول.

د راشدخان دې اړوند لوبډله اډیلایډ سټرایکرز د لیګ په ۵ مه لوبه کې په ۱۱ منډو ماته شوه.

BBL results, Sydney Thunder beat Adelaide Strikers | Rashid Khan blitz  falls just short

بېګ باش کرکټ لیګ او د نومرو جدول

د نومرو په جدول کې د مېلبورن سټارز لوبډله د اته نومرو په لرلو سره لومړی مقام خپل کړی دی، په دې لوبډله کې ظاهرخان پکتین هم اخېستل شوی؛ خو لومړیو دوه لوبو کې نه دی لوبېدلی.

دې لوبډلې دوه لوبې ترسره کړي او دواړه یې ګټلي دي.

هوبرټ هرېکېنز لوبډلې دوه لوبې کړي، دواړه یې ګټلي او نومرې یې ۷ دي، د نومرو په جدول کې دویم ځای لري، دې لوبډله کې هیڅ افغان لوبغاړی نشته.

سېډني سېکسرز لوبډلې دوه لوبې کړي، یوه یې ګټلې، یوه یې بایللې او د پنځه نومرو په لرلو سره درېیم نمبر ده.

دې لوبډلې تېره ورځ مېلبورن رېنېګېډز ته په ۱۴۵ منډو ماته ورکړه.

مېلبورن رېنېګېډز لوبډله په لوبو کې مخ شوې، یوه یې ګټلې او یوه یې بایللې ده، دې لوبډلې څلورې نومرې خپلې کړي او څلورم مقام کې ده.

اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې یوه لوبه کړې او هغه یې هم بایللې، نومرې یې صفر دي او د نومرو په جدول کې پنځم نمبر ده.

سېډني تندر یوه لوبه کړی، هغه یې بایللې او نومرې نه لري، د نومرو په جدول کې شپږم ده.

برېسبین هیټ او پېرت سکارچرز هم یوه، یوه لوبه کړې او لوبې یې بایللي دي، د نومرو په جدول کې اووم او اتم ځایونه خپل کړي دي.

افغان لوبغاړي او نه لوبېدل

د اسټرالیا بېګ باش لیګ کې د ټولو افغان لوبغاړو اړوند لوبډلو لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي، خو یواځې راشدخان پکې لوبېدلی دی.

محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، ظاهرخان پکتین او نوراحمد لکڼوال په دې لیګ کې تر دې دمه په تېرو شپږو لوبو کې نه دي لوبېدلي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ