اپریل 14, 2021

راشدخان ته د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه ورکول کېږي

Advertisements

د کرکټ نړیوالې شورا د یوې لسیزې د غوره لوبغاړو د جایزو وېش نوملړ چمتو کړی دی. د ګڼ شمېر لوبغاړو په منځ کې د افغان بالر راشدخان نوم ته هم ځای ورکړل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا دغه نوملړ د نومبر په ۲۴ مه د سه شنبې په ورځ خپور کړی.
د کرکټ نړیواله شورا هر کال د لوبغاړو د لا تشویق په موخه جایزې ورکوي او د جایزو مستحق لوبغاړي د پخوانیو کرکټ لوبغاړو، لوبڅارانو، مېچ لوبڅارانو یا ریفري او د رسنیو د کار کوونکو د مشاهدې په ترڅ کې ټاکل کېږي.
د ۲۰۲۰ کال وروستیو کې به د تېرو لسو کلونو هغو لوبغاړو ته جایزې ورکړل شي، چې په دغو لسو کلونو کې یې غوره کرکټ د توپوهنې، توپ اچونې، ډګرساتنې او نورو برخو کې نندارې ته وړاندې کړی وي.

د جایزو مستحقو لوبغاړو نوملړ

ویرات کولي هغه لوبغاړی دی، چې بیا هم د لسیزې غوره لوبغاړو کې راغلی او د کرکټ نړیوالې شورا یې د جایزو په نوملړ کې نوم لیکلی دی.
دویم هندی لوبغاړی ریوي چندرن اشوین دی.
د هندوستان لپاره بیا یواځې مېتالي راج د هندي ښځينه کرکټ ټیم لخوا دغې جایزې ته غوره بلل شوې ده.
نور لوبغاړی چې نومول شوي دي، عبارت دي له انګلستاني جو روټ، سریلانکایي کومار سنګاکارا، اسټرالیایي سټېف سمېت، افریقایي ای بي ډیویلیرس، نیوزیلېنډی کېن ویلیمسن.

د لسیزې غوره ښځينه لوبغاړې

د اسټرالیا ایلېس پېري او مېګ لنېنګ، د نیوزیلېنډ سوزي بېټس،
د ویسټ انډیزسټیفاني ټایلر او د انګلستان سارا ټېلر هغه لوبغاړې دي، چې د لسیزې جایزو لپاره غوره شوي دي.
د جایزو لپاره نور نوماند لوبغاړي؛ د انګلستان جېمز انډرسن، د سریلانکا رنګانا هرات، د انګلستان جو روټ، د پاکستان یاسر شاه.

د یو ورځنیو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړو نوماندان

مهیندرا سېنګ ډوني، ویرات کولي او روهېټ شرما، لسېت ملېنګا، کومارا سنګا کارا، مېچل سټارک، ای بي ډیویلیرس.
د یو ورځنیو لوبو د ښځينه وو لوبغاړو په منځ کې د هندوستان مېتالي راج او جولان ګوسوامي غوره شوي دي.
د شل اوریزو لوبو لپاره غوره لوبغاړي، چې راشدخان هم پکې دی
ویرات کولي، روهېټ شرما، اېرون فېنچ، کرېس ګېل، راشدخان، لسېت ملېنګا او عمران طاهر.

د کرکټ روح ته د تازه ګۍ وربخښلو لوبغاړو نوملړ

ایم اېس ډوني، ویرات کولي، کېن ویلیمسن، مصباح الحق، برېنډن مکالم، مهیلا جایاوردنی او ډانېئل وېټوري.
په دې لوبغاړو کې د انګلستان ښځينه کرکټ لوبغاړې انیا شروب سول او کترین برنټ هم راغلي دي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي