ټولنیز ژوند ژوند بڼه سپورټ کرکټ

سنرایزرز حیدراباد لوبډله؛ راشدخان هر څه په کېک ولړل

سپورټ یاران

د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې په خپله فېسبوکپاڼه یو انځور خپور کړی او په دغه انځور کې راشدخان ښکاري، چې محمدنبي عیسی خېل یې په کېک ککړ کړی دی.

له دغه انځور سره د حیدراباد کرکټ لوبډلې په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې راشدخان هر څه په کېک ولړل.

د راشدخان دا انځور هغه مهال اخیستل شوی، کله چې ۲۰۱۹م کې هغه د آی پي اېل په دولسم پړاو کې لوبېده او محمدنبي عیسی خېل هم ورسره و.

ښایي دا مراسم هغه مهال نیول شوي، چې کله د محمدنبي عیسی خېل کلیزه وه.

دغه انځور ته د حیدراباد د لوبډلې په فېسبوک پاڼه ۶۹ کسانو تبصرې کړي او هم یې ۴ نیم زره کسانو خوښ کړی دی.

راشدخان او محمدنبي دواړه د حېدراباد لوبډله کې لوبېږي او دواړه مطرح لوبغاړي بلل کېږي.

بل پلو همدې لوبډلې په فېسبوک پاڼه د مورالي تارن صفت هم شوی دی.

تارن سریلانکا سپېن بالر دی او آی پي اېل کې د حېدراباد کرکټ لوبډلې د سلو یا کرار توپ اچوونکو روزونکی دی او راشدخان سره هم خپلې مشورې شریکوي.

تارن په خپله وروستۍ ټېسټ لوبه کې د جولای په ۲۲ مه نېټه د ټېسټ لوبه د وېکټو بله سلیزه پوره کړه او د ټېسټ لوبو وېکټې یې ۸ سوه ته ورسولې.

دې لوبډلې په خپله پاڼه یو بل پوسټ هم لیکلی، چې دې پوسټ کې د انګلستان کرکټ لوبډلې اوپنر توپوهونکی او د حیدراباد لپاره بریدکوونکی لوبغاړی لیدل کېږي.

له دغه انځور سره یې لیکلي، تندریز لوبغاړی جاني بېرسټو.

هغه د انګلستان یوه تمریناتي لوبه کې د جولای په ۲۱ مه نېټه په ۸۸ توپونو ۱۲۷ منډې کړي، چې پکې ۱۶ څلوریزې او ۷ شپږیزې شاملې دي.

دا یو ورځنۍ تمریناتي لوبه وه، چې د انګلستان کرکټ لوبغاړو خپلو کې ترسره کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۲۴ مه نېټه یو ځل بیا جاني بېرسټو په تمریناتي لوبه کې لوبېږي.

له دې لوبو موخه له ایرلېنډ سره د درې یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی ښودل شوی.

انګلستان او ایرلېنډ د جولای په ۳۰ مه نېټه په انګلستان کې درې یو ورځنۍ لوبې پېلوي، چې د انګلستان لوبډلمشر به ایئن مورګن او مرستیال لوبډلمشر به یې معین علي وي.

111310289_4038114892925608_5530091969768203670_o.jpg

110033087_4041795669224197_4310290626255363539_n.png

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ