
سپورټ یاران
د کرکټ نړیوالې شورا پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې پروسږ کال راشدخان په همدې ورځ د سپټمبر په ۵ مه نېټه تر ټولو کوچنی یا کم عمره لوبډلمشر و، چې ټېسټ لوبو کې یې د بنګلهدېش خلاف لوبډله رهبري کړه.
راشدخان پروسږ ۲۰ کاله او ۳۵۰ ورځې عمر درلود، چې د بنګلهدېش خلاف ټېسټ لوبه کې د افغان لوبډلې لوبډلمشري وکړه.
هغه په دې سره د زِمبابوې د ټاټېنډا ټېبو ۱۵ کلن ریکارډ مات کړ.
ټېبو ۲۰ کاله او ۳۵۸ ورځې عمر درلود، چې په ۲۰۰۴ کې یې لوبډله د سریلانکا خلاف رهبري کړه.
د بنګلهدېش خلاف د راشدخان او رحمت شاه لوبه
پروسږ کال بنګلهدېش او افغان لوبډلو یوازینۍ ټېسټ کرکټ لوبه ترسره کړه، چې دې لوبه کې افغانستان، بنګلهدېش ته په ۲۲۴ منډو ماتې ورکړه.
رحمت شاه په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ۱۰۲ منډې وکړې، اصغر افغان ۹۲ او راشدخان ۵۱ منډې ترسره کړې. افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۲ منډې وکړې. تېج الاسلام د افغان لوبډلې ۴ وېکټې لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې واخیستې.
بنګلهدېش لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ټولې ۲۰۵ منډې وکړې او له افغان لوبډلې څخه ۱۳۷ منډې قرضداره شو.
راشدخان پنځه او محمدنبي درې وېکټې ترلاسه کړې وې.
دویمه پاڼۍ توپوهنه کې افغان لوبډلې ۲۶۰ منډې وکړې او د تېرې منډو په ملتیا یې درې کم ۴ سوه منډې هدف بنګلهدېش ته ورکړ.
دویمه پاڼۍ کې ابراهیم ځدران ۸۷ او اصغر ۵۰ منډې وکړې.
بنګلهدېش په دویمه پاڼۍ توپوهنه کې په ۱۷۳ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه ترې افغان لوبډلې په ۲۲۴ منډو وګټله.
راشدخان دا ځل ۶ وېکټې ترلاسه کړې.
په همدې لوبه کې راشدخان د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته.