سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د اسټرالیا په بیګ‌باش لیګ کې یوځلې بیا راشدخان ښه وځلېد

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه افغان لوبغاړي پرون یکشنبه د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې ښې توپ‌اچونې له امله درې ویکټې واخیستې او ښه وځلېد.

راشدخان ارمان د خپلې لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز لپاره په پرونۍ لوبه کې څلور اورونه ترسره کړل، ۱۸ منډې یې ورکړې او درې ویکټې یې واخیستې.

د اسټرالیا د بیګ باش لیګ په ۲۶مه لوبه کې پرون د راشدخان لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز په اوو ویکټو د سیډني سیکسرز لوبډلې څخه ماته وخوړه.

راشدخان ارمان د پرونۍ لوبې ترڅنګ د دې لیګ په مخکنیو لوبو کې هم د خپلې لوبډلې لپاره ښې لوبې کړي او ورته مهمې ویکټې یې اخیستې دي.

ښاغلی ارمان اوس په بیګ باش لیګ کې د زیاتو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په سر کې دی.

هغه په اوو لوبو کې ۱۱ ویکټې اخیستې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ