اپریل 16, 2021

راشدخان: د یوه افغان په توګه ویاړم، چې د لسیزې په غوره لوبډله کې راغلم

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی راشدخان ارمان وايي، د یوه افغان په توګه ویاړي، چې نوم یې د لسیزې په غوره لوبډله کې راغلی.
راشدخان پر خپلې رسمې فیسبو‌ک‌‌پاڼې لیکلې، چې د افغانانو د دوعاوو او تشویق له برکته د افغانستان په استازیتوب د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د لسیزې په غوره شل اوریزه لوبډله کې راغلی.
هغه لیکلي:

«ګرانو هیوادوالو؛ ستاسو د دوعاو او تشویق له برکته زه د افغانستان په نمایندګۍ د کرکټ د نړیوالې شورا د لسیزې په لوبډله کې راغلی یم. زه د یو افغان په توګه افتخار کوم چې زما نوم د لسیزې په غوره ټیم کې راغلی دی. دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ ګڼم او هڅه به مې دا وي چې آینده کې هم افغانستان ته همداسې ویاړونه راوړم. ستاسو د دوعاو او ملاتړ څخه مننه.»


راشدخان په داسي مهال دا څرګندونې کوي، چې پرون یکشنبه د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزه سیالیو لپاره د وروستۍ لسیزې غوره لوبډلې اعلان کړې.
د یادو فارمټونو له ډلې له افغانستانه راشدخان ارمان په شل اوریزه سیالیو کې د وروستۍ لسیزې په غوره یوولس کسیزه لوبډله کې راغلی.

د وروستۍ لسیزې غوره شوې شل اوریزه لوبډله

د هندوستان روهیت شرما، د ویسټ انډیز کریس ګېل، د اسټرالیا ایرون پینچ، د هندوستان ویراټ کوهلي، د سویلي افریقا اي بي ډیویلرز، د اسټرالیا مکسویل، د هندوستان مهندرا سینګ ډوهني، د ویسټ انډیز کیرون پولارډ، د افغانستان راشدخان، د هندوستان جسپریت بومرا او د سریلانکا ملینګا.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ