راشدخان د ډوني هېلېکپوپټر شاټ لوبولی شي؛ خو ډوني د راشدخان ګوګلي توپ نه شي لوبولی.
نن د آې پي ایل په څلوېښتمه لوبه کې سن رایزرز حېدراباد او چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره مخ دي، د کرکټ مبصرین په دې اند دي، چې ډوني به یو ځل بیا د راشدخان د ګوګلي توپ ښکار کېږي او سوځوي به یې.
نن ماښام اووه بجې حېدراباد لوبډله په چینای ښار کې د چینای مېلمنه ده او راشدخان بیا د کوربه ډوني په سوځولو پسې ګوګلي توپ راوړی.
د ډوني اختراع کړی شاټ راشدخان لوبوي
د آې پي ایل وېب سایټ یوه لنډه ویډیو خپره کړې، چې دې وېډیو کې راشدخان د ۲۰۱۸ کال آې پي ایل په یوه لوبه کې د حېدراباد لپاره اتم اوور پیل کړی، دا مهال د چینای ۳۷ منډې دي او ډوني په سټرایک ولاړ دی، راشدخان د خپل لومړي اوور څلورم توپ ګوګلي غورځوي او د نړۍ ستر هېټر او د چینای لوبډلمشر، چې هېلېکوپټر یا چورلکیز شاټ یې هم پنځولی، بولډوي، دا مهال مبصر د راشدخان په صفت خوله پرانیزي او د حېدراباد لوبډلمشر کېن ویلیمسن راشدخان نازوي.
دا د چینای څلورمه وېکټ وي، چې راشدخان یې غورځوي.
اوس یو کال وروسته راشدخان له ډوني سره د سه شنبې په ورځ د اپریل په ۲۳ مه نېټه یعنې نن مخ دی او دا لوبه هم په چینای ښار کې ده.
د کرکټ ماهرین وایي، چې راشدخان د ډوني هېلېکوپټر شاټ خورا په ښه انداز لوبولي شي او لوبوي یې؛ خو ډوني بیا د راشدخان د ګوګلي توپ ښکار کېږي او بولډوي یې.
ډوني او راشدخان دوه ځلې سره په آې پي ایل کې مخ شوي، چې راشدخان، ډوني یو ځل بولډ کړی او په راشدخان یې هیڅ بونډري نه ده لوبولې.
راشدخان د ډوني شاټونه په خورا سټایلېش انداز لوبوي، د ټي ټېن لیګ پر مهال یې په پاکستاني محمد عرفان بهترین چورلکیز شاټ وواهه او کرکټ مینوال یې ګوته په غاښ کړل.
اوس د کرکټ شنونکي وایي، چې راشدخان نن یو ځل بیا کولای شي، ډوني او د کرکټ نړۍ په خپله توپ اچوونه او که د توپ وهنې چانس ورکړل شي په چورلکیز شاټ حېران کړي.
د بنګله دېش خلاف چورلکیز شاټ:
https://www.youtube.com/watch?v=a_gJDfTd-nI