راشد په بلاسټ سیالیو کې خپله لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسوله او غوره لوبغاړی شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی راشدخان ارمان د انګلستان د سل بالیزه کرکټ لیګ د پای ته رسېدو سره سم پرون د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې له خپلې لوبډلې سوسیکس سره بیا په کواټر پاینل لوبه کې یوځای شو.

 

راشدخان ارمان یارک شایر لوبډلې پر وړاندې د زبردستې توپ اچونې ترڅنګ په زړه پورې توپوهنه هم وکړه، چې خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 

د پرونۍ لوبې پوره حال

 

په پرونۍ لوبه کې لومړی یارک شایر لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې وکړې او سوسیکس لوبډلې ته یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکی.

 

کله چې سوسیکس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۹،۴ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او یارک شایر لوبډلې ته یې په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

 

په پرونۍ لوبه کې د راشدخان کارګردګي

 

راشدخان په پرونۍ لوبه کې لومړی په توپ اچونه کې څلور اورونه وکړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیسته.

 

ددې ترڅنګ یې په توپوهنه کې په ۹ توپونو تېزې ۲۷ منډې وکړې، چې درې څلوریزې او دوې بیا شپږیزې شاملې دي.

 

تر هغه وروسته راشدخان ارمان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو؛ ځکه ښه وځلېد او خپله لوبډله یې نیمه پایلوبې ته ورسوله.

 

 

 

وروستي مطالب