د بلاسټ سیالیو په جنوبي ګروپ کې، درې واړه مخکښې لوبډلې د افغانانو دي

د انګلستان وېټلېټي بلاسټ سیالۍ ښې روانې دي او هغه افغان لوبغاړي پکې ډېر ښه ځلېږي، چې نړیوال جام کې ډېر ټکیدلي او یا یې هم ښه توپ وهنه نه شوه کولای.
پرون د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۲۴ مه نېټه د جنوبي ګروپ دوه لوبډلې سسېکس چې راشدخان هم ورسره لوبېږي، د همپشایر لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګرته ووتې.
دا لوبه په کاونټي لوبغالي کې ترسره شوه.
همپشایر لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه وکړه.
د راشدخان دې لوبډلې لپاره اوپنر توپ وهونکي فېلېپ سالټ ۷۳ منډې وکړې، افریقایي بالر ډېوېډ ویسا ۴۴ منډې جوړې کړې او په اتم مقام کې راشدخان توپ وهنې ته راښکته شو؛ خان په ۷ توپونو ۲۲ منډې وکړې، چې دوه شپږیزې او دوه څلوریزې پکې شاملې وې او د کرېس مورېس په توپ کېچ شو.
سسېکس لوبډلې همپشایر ته ۱۸۹ منډې هدف ورکړ.
همپشایر لوبډلې په ۱۹ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۴ منډې وکړې او لوبه ترې په ۱۴ منډو سسېکس لوبډلې وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی رييس ټاپلي وپېژندل شو؛ هغه څلور وېکټې واخېستې.
راشدخان په ۴ اورونوکې ۴۱ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې.

د راشدخان کارکرده ګي په دې لیګ کې په لومړۍ لوبه کې په زړه پورې وه؛ نوموړي د نړیوال جام خلاف دې سیالیو کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، د دواړو لوبډلو له توپ وهونکو یې ستر یا لوړ سټرایک رېټ ولوباوه.
افغان الراونډر په ۳۱۴ اعشاریه ۲۹ ګوزار کچه یا سټرایک رېټ لوبه مخته یوړه او دا تر دې دمه په دې  لوبو کې لوړ سټرایک رېټ دی.
د راشدخان دې لوبډلې دوه لوبې وې؛ خو یوه لوبه یې باران بې پایلې کړې او دوهمه لوبه یې وګټله.
سسېکس لوبډله د نومرو په جدول کې دریم ځای لري.
په بلاسټ سیالیو کې د جنوبي ګروپ د جدول درې واړه ټاپ لوبډلې د افغانانو دي، مېډل سېکس کې مجیب الرحمن لوبېږي او لوبډله یې د څلورو نومرو په لرلو سره لومړۍ ده، کېنټ لوبډله کې محمدنبي لوبېږي، لوبډله یې د څلورو نومرو په لرلو سره دوهم ده او د راشدخان دې لوبډله سسېکس بیا د درې نومرو په لرلو سره دریم ده.
 
 




کرزی: د بهرنيو ځواکونو نشتون کې هم ښه حالت کې یو، افغان ځواکونه وطن ساتلی شي

by عاقله اسد in افغانستان

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې امریکا افغانستان ته تندروۍ د ختمولو او په جنګ ځپلي هېواد کې د استحکام لپاره راغلې وه خو نږدې د شلو کلونو وروسته په دواړو مقاصدو ... نور ولولئ