سپورټ کرکټ وزش او تمرین

راشدخان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې خورا بریالی ولوبېد

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپ‌اچونکي راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه.

د اسټرالیا بیګ باش لیګ په ۳۶مه لوبه کې په دوشنبه د راشدخان لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز د میلبورن سټارز لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه، چې د راشد لوبډلې په پنځو ویکټو بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې راشدخان هم توپ اچونه او هم توپوهنه وکړه، چې په توپوهنه کې یې ۴ منډې وکړې او توپ اچونه کې یې بیا ۴ آورونه وکړل، ۲۹ منډې یې ورکړې او ۲ ویکټې یې واخیستې.

په بیګ باش لیګ کې راشدخان

په بیګ باش لیګ کې دا د راشدخان وروستۍ لوبه وه، چې له افغان ملې لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

راشدخان د بیګ باش لیګ په سږني پړاو کې ټولې ۱۰ لوبې وکړې او ۱۶ ویکټې یې واخیستې.

ښاغلی ارمان وروسته له هغه متحده عربي اماراتو ته ځي، چې محمدنبي وار له مخې متحده عربي اماراتو ته تللی، خو بل افغان لوبغاړی، مجیب ځدران چې لا هم په اسټرالیا کې د خپلې لوبډلې سره دی، د سفر په اړه یې تراوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

افغان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلینډ په وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، چې په لوبډله کې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم اخیستل شوي

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ