سپورټ نړیوال کرکټ

راشدخان د ټېسټ لوبې غوره لوبغاړي جایزه، محمدنبي ته ډالۍ کړه

سمیع الله دُرانی

کله چې افغان لوبډلې د ځوان لوبډلمشر په شتون کې تاریخي ټېسټ لوبه وګټله؛ نو راشدخان او محمدنبي د خوښیو مُسکاوې وکړې او یو بل ته غاړه په غاړه شول.

دا دوه لوبغاړي ځواکمنه ملګرتیا لري او خورا سترې وړتیاوې هم لري، د نړۍ یو لیګ ترې هم نه دی پاتې او په لیګونو کې یې د اخېستلو دلیل هم لوړ ټایلېنټ یا لیاقت دی.

راشدخان چې تر دې دمه لا د کرکټ په عمر ۲۱ کلن نه دی؛ نو د لومړي ځل لپاره یې په ټېسټ لوبه کې ذمه واره لوبډلمشري وکړه.

هغه ټول لوبغاړي په خورا اتفاق ولوبول او دا حالت یې له لاسته راوړنو خالي هم نه و.

هسې هم نړیوال مبصرین د افغانستان نوم زمزمه کوي او په ستاینو یې نه مړېږي او حال دا چې د بنګله دېش د کرکټ بورډ مشر نظم الاسلام لا د لوبې له بریا ساعتونه وړاندې افغان لوبډلې ته د غوره لوبې ایوارډ منلی و.

په ټوله معنا افغان لوبغاړو باثباته او کنټرول لوبه وکړه، له توپ وهنې نیولې تر توپ اچونې یې په لوبه پوره واک و او همدا علت و، چې بې سارې بریا یې هم د ستر ملت ډالۍ کړه.

محمدنبي عیسی خېل له ټېسټ لوبو استعفا وکړه او دا یې وروستۍ ټېسټ لوبه وه.

راشدخان د نبي په اړه وویل:

«محمدنبي عیسی خېل له ما سره تر نورو سپېنرانو ښه ملګرتیا وکړه، هغه زه ډاډه کړم، په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې زما پوره ملاتړی دی او ماته یې مُرال راکړی».

راشدخان له محمدنبي مننه وکړه او د هغه خدمات یې د کرکټ په برخه کې د هېواد لپاره نه هېرېدونکي وبلل.

ګوګلي ماسټر وویل زه خپل د لوبې غوره لوبغاړي ایوارډ محمدنبي ته ډالۍ کوم.

راشدخان د محمدنبي د لوبې سربېره د اصغر افغان، ابراهیم ځدران، قېس احمد او ظاهرخان لوبه هم خورا مثبته وګڼله او د افغانستان لپاره یې د ویاړ یوه ډکه بریا یاده کړه.

افغان ځوان لوبډلمشر په خپلو خبرو کې ویلي، چې مونږ د دې لوبې لپاره سخت چمتووالی نیولی و، له دې وړاندې مو د دوبۍ په خورا ګرمه هوا کې تمرینات وکړل، هلته هوا ۴۷ درجې ګرمه وه؛ نو چې بنګله دېش ته راغلو بیا دې هوا کې راته لوبه اسانه وه.

د نړۍ غوره بنګله دېشي الراونډر او د بنګله دېش اوسني لوبډلمشر شکېب الحسن ویلي، چې په رښتیا هم افغان زمریانو ښه بالېنګ وکړ؛ افغانانو مونږ تر وروستیو پورې تر فشار لاندې راوستي وو او د لوبې کرېډېټ یا نومرې یې هم حق جوړ شو.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی