سپورټ کرکټ

راشدخان او په آی پي اېل کې یې د توپ اچونې ریکارډ

راشدخان له ۲۰۱۷ څخه راپدېخوا تېره شپه غوره توپ اچونه وکړه او ځان لپاره د غوره توپ اچونې څېره کړه.

راشد خان او له ۲۰۱۷ څخه یې په ای پي اېل کې یې توپ اچونه

د ۲۰۱۷ ای پي اېل سیالیو لومړۍ لوبه کې یې د ګوجرات لاینز خلاف په ۴ اورونوکې ۱۹ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې.

د ۲۰۱۸ آی پي اېل کې یې د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې خلاف ۴ اورونوکې ۱۹ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

د ۲۰۱۸ په یوه نیمه پایلوبې لوبه کې یې د کلکتې لوبډلې پر وړاندې په ۴ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخیستی.

په دې لوبه کې هغه د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ۲۰۲۰ د سپټمبر په ۲۹ مه نېټه یې د خپل ځان لپاره نوې د بالېنګ څېره جوړه کړه.

د چهارشنبې په شپه یې په څلورو اورونوکې ۱۴ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې.

په دې لوبه کې خان مهمې وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

راشدخان دا کارکرده ګي په داسې حال کې وکړه چې له هغه د سه شنبې په ورځ ډېوېډ وارنر غوښتنه وکړه، چې راشدخان باید لا ډېره ښه لوبه وکړي او لوبډلې ته ښې لاسته راوړنې ولري.

راشدخان له همدې لوبې وروسته ویلي چې ده ته هر وخت ډېوېډ وارنر لارښوونه کوي، چې غوره توپ اچونه وکړي.

ما هم توپونه داسې ترسره کړل چې توپوهونکي مې سترو شاټونو ته پرېنښودل.

راشدخان وایي دی تل هڅه کوي چې غوره توپ اچونه وکړي او ښه پرفامېنس وکړي.Screenshot_2020-09-30-15-48-02-29.png

Screenshot_2020-09-30-15-48-02-29.png

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ