فبروري 26, 2021

د پیاوړو هټرانو سربیره بیا هم ولې د راشد دې ټیم لوبې بایلي؟

د ټي ټېن لیګ په دولسمه لوبه کې خلک په دې اند وو، چې دا لوبه به مرتا عربینز لوبډله وګټي؛ دا ځکه چې په دې لوبډله کې د ویسټ انډیزي براوو ترڅنک درې افغان کرکټ ستوري هم شامل وو، راشدخان د توپ اچونې په برخه کې، حضرت الله ځاځی د اوپننګ او پیل په برخه کې ښه پیلوونکی هېټر توپ وهونکی او نجیب الله ځدران په مېډل ارډر یا منځنۍ برخه کې هېټر توپ وهونکی دی. په دوی درې واړو عربیئنز لوبډلې ډېره ملا تړله.
یقیناَ درې واړه افغان لوبغاړو کولای شول د لوبې حالت بدل کړي، دا چې افغان لوبغاړو ښه لوبه ونشوه کړای علتونه لري.
د راشدخان، ځاځي او نجیب سربېره مرتا عربیئنز لوبډله ولې ماته شوه؟
مرتا عربینز لوبډله، چې د بالېنګ په برخه کې راشدخان او براوو او د توپ وهنې په برخه کې حضرت الله ځاځی لري؛ نو د بلې خطرناکې لوبډلې سره، چې اکثر لوبغاړي يې ویسټ انډیزیان دي او بې رحمه توپ وهونکي دي؛ نو دواړه لوبډلې د ټي ټین لیګ په ۱۲ مه لوبه کې تیره شپه د نومبر په ۲۵ مه نېټه ۹ نیمې بجې مخ شول
دا چې د افغان بهترینه لوبغاړو سربېره عربیئنزلوبډله ماته شوه، علت یې د باران ورېدل وو، ځکه اورښت شا او خوا اته بجې پیل شو او د ټي ټېن لیګ یوولسمه لوبه یې بې پایلې کړه، دا لوبه د راجپوتس او کېرالانایټس لوبډلو ترمنځ وه، راجپوت د ۹ اورونو په لوبولو سره ۹۴ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل. له دې وروسته لوبه بې پایلې شوه.

حضرت الله ځاځي د عربینز لوبډلې لپاره په یوه لوبه کې ۷۶ منډې جوړې کړې وې

بیا د مرتا عربیئنز او نارترن وریئرز لوبډلو لوبه وشوه؛ چې په دې لوبه هم د باران اغېز و. لوبه د باران له امله ۹ اورونوته راښکته شوه.
راشدخان دوی په خپله پاڼۍ توپ وهنه کې د حضرت الله ځاځي د ۱۶ منډو، د راشدخان د ۷ منډو او د نجیب الله ځدران د ۲۷ منډو پرمټ ۹۴ منډې وکړې او ۹۵ منډې هدف یې نارترن لوبډلې ته ورکړ.
په دغو ۹۴ منډو کې ۵۰ منډې درې افغان لوبغاړو کړې وې او پاتې لوبغاړو بیا ۴۴ منډې د اضافي او ایکسټرا منډو په ملتیا د عربیئنز لوبډلې په منډو کې ور علاوه کړې.
له دې وړاندې د عربیئنز لوبډلې لوبې:
عربئنز لوبډلې خپله لومړۍ لوبه پنجابي لېجېنډز لوبډلې ته په ۴۳ منډو بایللې وه. دوهمه لوبه یې د بنګال ټایګرز لوبډلې څخه په ۹ وېکټو وګټله او ښه کم بېک یې وکړ. دریمه لوبه کې عربینز لوبډله له بې رحمه لوبډلې نارترن ورئیرز لوبډلې سره مخ شوه.

د کرکټ ماهرینو د لوبې له پیل وړاندې څه نظر درلود؟
لومړیو کې خلکو فکر کاوه، چې پېچ د بالرانو لپاره ډېر مساعد دی، دا مساعدوالی بیا د سپېن بالرانو لپاره ډېر زیات ښودل شوی و. خو خبره د اټکل خلاف وه.
د عربینز لوبډلې شپږ وېکټې لوېدلې وې او دغه شپږ واړه وېکټې فسټ بالرانو یا چټکو بالرانو واخېستې.
درې وېکټې وېلجوین، دوه وېکټې وهاب ریاض او یوه وېکټ انډري رسل واخېسته.
د کرکټ د ماهرینو دا نظر ښایي سم و او دا باران و، چې د لوبې او اټکلونو حالت ته یې تغیر ورکړ.
د لوبډلو پرتله:
د عربیئنز لوبډلې لپاره پیلوونکي لوبغاړي حضرت الله ځاځی او انګلستانی الېکس هېلس وو، چې ځاځی له نارترن وريئرز لوبډلې له اوپنر توپ وهونکي کیڼ لاسي نیکولس پوران سره پرتله کړی او دا یې انډول بللي دي.
نیکولس پوران د ویسټ انډیز ۲۳ کلن کیڼ لاسی بې رحمه توپ وهونکی دی. خو ځاځی بیا نوی افغان ځلېدونکی ستوری دی، چې د کرکټ ډګر کې تازه د مخکې تګ په لار یې لومړني قدمونه ایښي او لا په دې لاره کې د ځلېدو په تمه دی.
الېکس هېلس له لېنډل سېمونس سره پرتله شوی و، چې سېمونس هم د ویسټ انډیز دی او اوسمهال په نارترن لوبډله کې اوپنر دی. راشدخان له کرېس ګرین سره پرتله شوی، دواړه سپېن بالران دي.
د لوبډلو نوملړونه یا سکواډونه:
لومړی مرتا عربیئنز لوبډله: ډوین براوو لوبډلمشر، حضرت الله ځاځی، الېکس هېلس، برېنډن ټېلر، جېمز وېنس، کامران اکمل وېکټ ساتونکی، راشدخان، جېمز فولکنر، وان ډېر مروی، رېچاډ ګلیسن او ظهور خان.
نارترن وریئرز لوبډله:
ډېرین سمي لوبډلمشر، لېنډل سېمونس، نېکولس پوران وېکټ ساتونکی او اوپنر، انډري رسل، رافمن پاول، ریوي بوپارا، امېتوز سېنګ، هاردوس وېلجوین، عمران حېدر، کرېس ګرین او وهاب ریاض.
مبصرین وایي که نارترن ورئیرز لوبډله په هره لوبه کې همداسې خطرناک سټارټ واخلي؛ نو کولای شي د ۲۰۱۷ م کال اتله لوبډله له اتلولۍ لرې او خپله اتلولي په لاس کې واخلي.

د نومرو په جدول کې د لوبډلو موقیعتونه:
الف ګروپ کې پښتون لوبډله د څلورو نومرو په لرلوسره لومړی، راجپوت لوبډله د درې نومرو په لرلو سره دوهم، کېرالا نایټس لوبډله د درې نومرو په لرلو سره دریم او سندۍ لوبډله د دوه نومرو په لرلو سره څلورم ځای لري.
بي ګروپ لوبډلې:
ب ګروپ کې نارترن وريئرز لوبډله د څلورو نومرو په لرلو سره لومړی، بنګال لوبډله د څلورو نومرو په لرلو سره دوهم، پنجابي لېنجېنډز لوبډله د دوه نومرو په لرلو سر دریم او مرتا عربینز لوبډله د دوه نومرو په لرلو سره څلورم ځای لري.