مارچ 9, 2021

په سږکال ای پي ايل کې د راشد او نبي لاسته راوړنې

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
په ۲۰۲۰ز ای پي ايل ليګ کې راشدخان خورا ښه وځلېدی خو محمدنبي د خپل بخت څخه ناهيلی وو.
سنرايزر حيدراباد لوبډله چې د ۴ کلونو راهيسې ورسره دوه افغان لوبغاړې راشدخان او محمد نبي لوبېږي، سږکال يې تر پلې اف پورې ځان ورسوی،خو په نيمه پايلوبه کې يې د ډهلي په وړاندې ماته وخوړه او د پايلوبې څخه پاته سوه.
محمدنبي سږکال يوازې يوه لوبه کې ولوبېدی،په څلورو اوورونو کې يې ۲۳ منډې ورکړې خو ويکټه يې هم وانخيسته، همدارنګه په هماغه لوبه کې يې ۱۱ منډې وکړې.
د جوني بيرسټو او په وروستيو لوبو کې د کين ويليمسن او جېسن هولډر په زړه پورو لوبو سره محمدنبي ته د لوبېدو هيڅ چانس نه برابرېدی او د نورو کلونو په څېر يو ځل بيا د لوبو څخه محروم وو.
خو راشدخان بيا د حيدراباد لپاره په روان پړاو ټولو ۱۶ لوبو کې ولوبېدی.
نوموړي سږکال په ۱۷،۲۰ اوسط سره ۲۰ ويکټې واخيستې او تر ټولو ښه توپ اچوونه يې د ۷ منډو په مقابل کې ۳ ويکټې وې.
همدارنګه راشدخان په سږني پړاو ای پي ايل کې ۳۵ منډې هم کړي.
د حيدراباد او ډهلي کاپيټلز ترمنځ په ۱۱مه لوبه کې راشدخان د ۷ منډو په ورکولو سره ۳ ويکټې واخيستې او د لوبې د غوره لوبغاړې جائزه يې وګټله ، هماغه لوبه حيدر اباد د ۱۵ منډو په توپير ګټلې وه.
راشدخان د ۲۰۱۷ز راهيسي په ای پي ايل ليګ کې ۷۵ ويکټې اخيستي او ۱۳۹ منډې يې کړيدي.
خو محمدنبي بيا په ټول ای پي ايل ليګ کې ۱۱ ويکټې لري او ۱۴۶ منډې يې کړيدي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ