مارچ 4, 2021

نبي او راشد د لسیزې په شل اوریزه لوبډله کې شامل کړل شول

راشدخان او محمدنبي چې دوه افغان کرکټ ټولچاري دي، د نړۍ په زیاتره لوبو کې دوی لوبېږي او خورا بوخت لوبغاړي بلل کېږي.
دوی د نړۍ په ډېری مشهورو لیګونو کې لوبېږي او د افغان لوبډلې په ګډون په نورو لیګونو کې هم ښه ځلېږي او د نړیوالو له خوا پېژندل شوي لوبغاړي دي.
اوس تازه د وېسډن په نامه میاشتینۍ رسنۍ یو راپور خپور کړی او ۲۱ مې پېړۍ د دوه یمې لسیزې شل اوریزې لوبډلې نوملړ یې خپور کړی دی.
په دغه نوملړ کې له راشدخان او محمد نبي سره نور لوبغاړي هم شته، چې عبارت دي له :
د لسیزې په دې لوبډله کې لومړی نوم د اسټرالیایي اوپنر توپ وهونکي اېرون فېنچ لیکل شوی دی.
فېنچ په یوه لسیزه کې په شل اوریزو لوبو کې ۱۸۷۸ منډې کړي دي او د وېسډن په لوبډله کې د یوې لسیزې غوره لوبغاړی دی.
کولېن منرو

کولېن منرو د نیوزیلېنډ کیڼ لاسی چټک توپ وهونکی دی، ده په تېره یوه لسیزه کې په شل اوریزو لوبو کې ۱۵۴۶ منډې کړي دي او دې لوبډله کې شامل کړل شوی دی.
ویرات کولي

ویرات کولي د هندوستان نامتو توپ وهونکی دی، دی اوسمهال په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې لومړی نمبر توپ وهونکی دی.
ده په یوه لسیزه کې په شل اوریزو لوبو کې ۲۶۳۳ منډې کړي دي.
شېن واټسن:
شېن واټسن چې د اسټرالیایي لوبډلې پیاوړی الراونډر و، خورا ځلېدونکی لوبغاړی بلل کېده، نوموړی لا هم په سوداګریزو لوبو کې لوبېږي او د کرکټ لوبغاړو په منځ کې یو له تکړه لوبغاړو یادېږي.
هغه په تېره یوه لسیزه کې ۱۳۷۶ منډې کړي او هم یې د توپ اچونې په برخه کې ۴۵ وېکټې ترلاسه کړي دي.
ګلېن مکسوېل

ګلېن مکسوېل هم اسټرالیایي ځواکمن الراونډر بلل کېږي، ده په دې وروستیو کې توپ وهنې ته توجه کړې او توپ اچونه یې کمرنګه شوې ده، ده په یوه لسیزه کې په شل اوریزو لوبو کې ۱۵۷۶ منډې کړي دي.
جاس بټلر
جاس بټلر انګلستانی وېکټ ساتونکی چټک توپ وهونکی دی، ده په تېره یوه لسیزه کې په شل اوریزو لوبو کې ۱۲۶۰ منډې کړي او د یوې لسیزې د شل اوریزو لوبو د لوبډلو حقدرا شمېرل شوی.
محمدنبي عیسی خېل
محمدنبي عیسی خېل په تېره یوه لسیزه کې محمدنبي عیسی خېل په شل اوریزو لوبو کې ۱۳۱۶ منډې کړي او هم یې ۶۹ وېکټې ترلاسه کړي دي، چې ایکانومي یې ۷ اعشاریه ۱۶ ده.
ډېوېډ وایلي
ډېوېډ وایلي انګلستان کیڼ لاسی بالر دی، ده په تېره یوه لسیزه کې ۳۴ وېکټې اخېستي دي او په ۶ اعشاریه ۱۵ ایکانومي یې توپ اچونه کړې ده.
راشدخان ارمان
راشدخان په شل اوریزو لوبو کې په تېره یوه لسیزه کې ۸۴ وېکټې اخېستي دي او په ۶ اعشاریه ۱۷ ایکانومي یې توپ اچونه کړې ده.
جسپرېت بومرا
جسپرېت بومرا د هندوستان چټک بالر دی، چې په یو ورځنیو لوبو کې لومړی نمبر توپ وهونکی دی، ده په تېره یوه لسیزه کې په شل اوریزو لوبو کې ۵۱ وېکټې اخېستي دي.
لسېت ملېنګا

ملېنګا  چې د سریلانکا چټک بالر دی، په تېره یوه لسیزه کې یې ۸۲ وېکټې اخېستي دي او په ۷ اعشاریه ۱۵ ایکانومي یې توپ اچونه کړې ده.
 
 

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ