سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشدخان د درې ملګرو په وسیله حېدراباد په اتلولۍ نازولی شي!

اعلان

دا چې راشدخان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ په کچه لومړی نمبر بالر دی او ایکانومي یې خورا ښه ده؛ نو د حېدراباد لوبډلې پرې ډېره تکیه کړې او غواړي چې د راشدخان په وسیله خپل ځان تر اتلولۍ ورسوي.

سپورټ کیډا وېب پاڼې یوه مقاله خپره کړې ده، په دې مقاله کې یې لیکلي دي، چې راشدخان د نړۍ لومړی بالر کولای شي د درې نورو ملګرو په وسیله د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالۍ حېدراباد ته وګټي.

وېب پاڼې د حېدراباد لپاره څلور لوبغاړي راخېستي دي، چې لومړی نوم پکې د راشدخان دی.

د راشدخان په اړه یې لیکلي دي، چې راشدخان په تېرو دوو پړاوونو آې پي ایل کې خورا اغېزمن و او لوبه یې د حېدراباد لپاره له قهرمانانو کمه نه وه.

وېب پاڼې لیکلي راشدخان یو جادوګر بالر دی.

په اې پي ایل کې د راشدخان ایکانومي ۶ اعشاریه ۶۸ ده.

له راشدخان سره څنګ کې دوهم نوم د ډېوېډ وارنر دی، ډېوېډ وارنر هم خطرناک اوپنر توپ وهونکی دی، که په وېکټ د پنځه اورونو لپاره ودرېږي د لوبې رنګ بدلوي او بالران تر پوزې راوستلی شي.

ډېوېډ وارنر
وارنر په ۲۰۱۶ م کال کې د حېدراباد لوبډلمشر و او لوبډله یې تر اتلولۍ ورسوله، تېر کال پرې بندیز و او سږ کال بیا لوبډلمشرۍ ته چمتو دی.
وارنر د حېدراباد لوبډلې لپاره په شا او خوا ۳۹ لوبو کې ډېرې زیاتې منډې کړي دي او په ټول آې پي ایل کې یې له ۴ زرو بره منډې جوړې کړي دي.

سېدرت کول
سېدرت هندی چټک بالر دی، چې له سر څخه سره ټوټه تړي او په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي.

۲۰۱۸ کال کې خورا اغېزمن توپ اچوونکی و؛ خو پایلوبه کې د واټسن له خوا وټکېده او بیا اتلولي چینای یوړه.
سېدرت کول ۲۰۱۸ کال کې د حېدراباد لپاره ۲۱ وېکټې واخېستې او له انډریو ټای څخه وروسته وېکټو کې دوهم نمبر بالر و.

بونېشور کومار
بونېشور کومار چې د هندوستان په اوسنیو فسټ بالرانو کې خورا مئوثر او سوېنګ کوونکی بالر دی هم د حېدراباد لوبډلې اغېزمن لوبغاړی دی.
کیډا وېب پاڼې د راشدخان، وارنر، سېدرت کول او کومار رول ته په اشارې ویلي، چې ډېره شونتیا شته سږ آې پي ایل حېدراباد وګټي.
بل پلو کې په دې پړاو آې پي ایل کې محمدنبي ته ډېر چانس ورکړل شي؛ نو کولای شي چې د لوبډلې ملا ور وتړي او په اسانۍ تر اتلولۍ ورسېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی