رسنۍ

راشد بېګ باش لیګ کې هم د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته

راشدخان چې په کابو څلور لوبو کې د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه لوبېدلی دی، په تېرو درې لوبو کې ښه نه و ځلېدلی.

نوموړي په تېرو لوبو کې ټولې درې وېکټې اخیستې وې، خو نن ورځ یې په یوه لوبه کې ۲ وېکټې واخېستې او ۱۸ منډې یې ورکړې.

هغه په ۱۳ توپونو ۲۹ منډې وکړې، چې درې یې شپږیزې او یوه یې څلوریزه ووهله.

نوموړي د خپلې لوبډلې منډې تر ۱۶۸ ورسولې.

د دوی اړوند لوبډله اډیلایډ سټرایکرز په ۷۱ منډو بریالۍ شوه او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم راشدخان ترلاسه کړه.

Rashid Khan: Iceland Cricket mock Rashid Khan, are criticised by cricketers  around the world | Cricket News - Times of India

دا لومړی ځل دی، چې راشدخان سږ کال په بېګ باش لیګ کې ځلېږي او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کوي.

اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډله د نومرو په جدول کې لومړۍ شوه او د خپلو نومرو شمېر یې ۱۳ ته پورته کړ.

د نومرو جدول د او لوبډلو مقامونه

اډیلایډ سټرایکرز په ۵ لوبو کې ۳ ګټلي دي او دوه یې بایللي دي، دې لوبډلې ۱۳ نومرې ترلاسه کړي او اوس لومړي مقام کې ده.

سېډني سېکسرز کرکټ لوبډله دویم ځای لري، ۴ لوبو کې یې درې ګټلي او ۱۲ نومرې لري.

سېډني تندر هم ۴ لوبو کې درې ګټلي او ۱۱ نومرې لري، درېیم مقام یې خپل کړی دی.

څلورم ځای هوبرټ هرېکېنز لوبډلې نیولی، ۵ لوبو کې یې ۳ ګټلي دي او ۱۱ نومرې لري.

پنځم ځای مېلبورن سټارز لوبډلې خپل کړی، دې لوبډلې ۴ لوبې کړي، دوه یې ګټلي، یوه یې بایللې او یوه یې د باران له امله بې پایلې شوې ده.

برېسبین هیټ لوبډلې شپږم ځای نیولی دی، ۴ لوبو کې یې یوه ګټلې، مېلبورن رېنېګېډز اووم ځای خپل کړ او وروستی ځای بیا له پېرت سکاچرز سره دی.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ