راشدخان د هیواد روان وضعیت ته سخته اندېښنه ښوودلې

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي او په شل اوریزه سیالیو کې د ملې لوبډلې لوبډلمشر راشدخان ارمان د هیواد روان وضعیت ته سخته اندېښنه ښوودلې.

 

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تکړه او مشهوره لوبغاړي کیون پیټرسن د سکای سپورټ سره په یوې تازه مرکه کې ویلې، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې د مشهوره افغاني کرکیټر سره اوږد بحث کړی.

 

پېټرسن ویلې، راشدخان د افغانستان پر روان وضعیت سخت اندېښمن دی او حال دا، چې دې حساسو شرایطو کې خپلې کورنۍ ته لاسرسی نه لري، چې له هیواده یې بهر وباسي.

 

دده په خبره، د دومره زیاتې اندېښمنۍ سره ـ سره بیا هم راشدخان د سل بالیزه کرکټ لیګ په پرونۍ لوبه کې ښه وځلېد او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

 

 

راشد تېره شپه د سل باليز کرکټ ليګ لوبه کې ۲۰ بالونه وکړل، ۱۶ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوځول.

 

ایسفاین کریک انفو دا خبر خپور کړی، چې په کمنټونو کې ګڼو بهرنیانو له راشد او افغانانو سره خواخوږي ښوودلې.

 

دا په داسي حال کې ده چې طالبان د نورو ولایتونو ترڅنګ پرون کابل ته ننوتل او راپورونه وایي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د واک له انتقال او استعفاء کولو پرته لومړی تاجکستان او بیا عُمان هیواد ته ولاړ.

 

وروستي مطالب