راشدخان: موږ قوي یو، سترو هیوادونو ته ماتې ورکولای شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان وایي، چې افغان کرکټ لوبډله قوي ده او د ایرلنډ ترڅنک نورو قوي هیوادونو ته هم ماتې ورکولای شي.
افغان کرکټ بورډ د راشدخان مرکه خپره کړې

 
د بیلابیلو څرګندونو ترڅنګ راشدخان ویلي، چې په ملې لوبډله کې دې وروستیو پنځو کلونو کې زیات مثبت تغیرات راغلي.
هغه زیاته کړه:
‹‹لوبډله مو ډېره قوي سوې، تېرو پنځو کلونو پکې ډېر تغیر راغلی. موږ کولا شو ایرلنډ غوندي هر هیواد ته ماته ورکړو. څومره لوبې چې موږ ایرلنډ سره کړي که راروانو څلورو او یا هم پنځو کلونو کې موږ اسټرالیا سره همدومره لوبې وکړو نو ممکن په اسانۍ ماته ورکړو.››
راشدخان په داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې افغان کرکټ ملې لوبډله اوس متحده عربي اماراتو کې د ایرلنډ په وړاندې په دریو یو ورځنیو لوبو بوخته ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




کرکټ بورډ وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰ زیاتو شکایتونو ته رسیده‌ګي کړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د چارو د لا ښه والي، د لا ډېر شفافیت د رامنځته کولو، ستونزو ته د رسیدګۍ او د ټولو ... نور ولولئ