راشدخان: له خوږ نعمت څخه محروم شوم؛ مور ته مې دعا وکړئ!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي راشدخان مور نن پنجشنبه د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوه.
راشدخان ارمان پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، چي مور مي د ژوند پور ادا کړ او د تل لپاره د دغه خوږ نعمت څخه محروم شوم.

هغه لیکلې«درنو هیوادوالو! زما مورجاني د ژوند پور ادا کړ او الله ج د تل لپاره له دغه خوږ نعمت څخه محروم کړم. الله ج دي ماته او زما کورنۍ ته د ژوند دا سختې ورځې او شپې اسانه کړي.»

هغه په وروستیو کې له ټولو غوښتې، چي مور ته یې دوعا وکړي.
معلومه نده، چي د راشدخان مور کومه ناروغي لرله، خو څو ورځې مخکې راشدخان پر خپل ټویټر ولیکل، چي د مور لپاره مې دعاوي وکړئ.
راشدخان په یاد ټویټ کې زیاته کړې وه:

«ګرانو هیوادوالو! مورجانه مي مریضه ده، مهرباني د صحت لپاره یې دعاوي وکړئ.»

پر ټولنیزو رسنیو ګڼو هیوادوالو پوسټونه کړي او د راشدخان ارمان مور ته یې د مغفرت دعا کړې.
د یادولو ده چې تېر کال د ملې لوبغاړي راشد خان پلار د ورپیښي ناروغۍ له امله وفات شوی و او سږ کال یې بیا مور بي بي هم وفات شوه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب

ښځه او د پښتنو کورنی نظام

by زمزمه غزل ، کابل in ژوند بڼه

پښتنه ټولنه کې یو دروند بوج د نجلۍ ودول دي، او دا خو یې بېخي پېچلې مسئله ده، چې یوه جینۍ څنګه کور او څرنګه خاوند ته ودېږي. هسې خو په پښتنو کې کې یو ... نور ولولئ