راشدخان په خپلمنځۍ تمریناتې لوبه کې ۷۶ منډې جوړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان د ملې لوبغاړو سره په خپلمنځۍ تمریناتې لوبه کې د توپ اچونې ترڅنګ ښه توپوهنه هم وکړه، چې پکې ۷۶ منډې یې جوړې کړې.
افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلي، راشدخان له ملې لوبډلې سره په خپلمنځي تمریناتې لوبه کي برخه واخیسته، چې په توپوهنه کې ښه وځلېد او ۷۶ منډې یې جوړې کړې.

تر محمدنبي وروسته تېره اونۍ راشدخان ارمان او مجیب ځدران د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې خپلې وروستۍ لوبې وکړې او له ملې لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه یې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.
محمدنبي، راشدخان او مجیب درې واړه بیګ باش لیګ کې خورا بریالي ولوبېدل.
افغان کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلینډ په وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، چې په لوبډله کې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم اخیستل شوي

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي