راشد د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په سل بالیزه کرکټ لیګ کې ونمانځله

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۲یمه کلیزه وه، چې د نورو کلونو خلاف سږ کال ډېره کمه ونمانځل شوه، خو افغان لوبغاړي راشدخان د سل بالیزه کرکټ لیګ په پرونۍ لوبه کې د افغانستان تور، سور او زرغون بیرغ پر مخ رسم کړی و او لوبه یې وکړه.

 

راشد پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ټولو هیوادوالو ته هم د افغانستان د آزادۍ د ۱۰۲یمې کلیزي په پار مبارکې ویلې وه، چې دا او پرونۍ کړنه یې ټولو هیوادوالو ستایلې او ورڅخه یې ځانګړې مننه کړې، چې د هیواد په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.

 

د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال او د کرکټ شنونکي جعفر اند لیکلې:

 

 

د راپورونو له مخې د انګلستان په سل بالیزه کرکټ لیګ کې دا د راشدخان وروستۍ لوبه وه، چې ډېر ژر به هیواد ته راستون شي او د افغان ملې لوبډلې سره به یوځای شي، ترڅو د پاکستان پر وړاندې دریو یوورځنیو لوبو کې ولوبیږي.

 

هغه د انګلستان هیواد په دې لیګ کې د خپلې لوبډلې ټرینټ روکیټس لپاره ټولې ۹ لوبې وکړې، چې پکې ۱۲ ویکټې یې ټول ټال واخیستې او تر دې دمه د سل بالیزه لیګ دویم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی دی.

 

په دې لیګ کې د راشدخان ترڅنګ محمدنبي، مجیب الرحمن او قیس احمد هم اخیستل شوي او د خپلو لوبډلو لپاره لوبېدلې، خو محمدنبي د راشدخان په څېر خپله وروستۍ لوبه پکې وکړه او هیواد ته یې د راتګ سفر پیل کړ.

 

د مجیب ځدران او قیس احمد په اړه لا تراوسه خبر نشته، خو دوی هم د پاکستان پر وړاندې لوبډله کې اخیستل شوي، چې باید ژر تر ژره هیواد ته راستانه شي او له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

 

 

 

وروستي مطالب