مارچ 8, 2021

د سریلانکا پیاوړی ورو توپ اچوونکی له لوبو سره مخه ښه کوي

Advertisements

۱۹ کاله وړاندې په ۱۹۹۹ م کال کې د سریلانکا کیڼ لاسي سپېن توپ اچوونکي رنګېنا هرات د خپلو ټېست لوبو پیل په سریلانکاکې په ګالي لوبغالي کې وکړ.
اوس دغه پخوانی لوبغاړی اراده لري، چې له انګلستان سره له لومړۍ ټېسټ لوبې وروسته له لوبو سره مخه ښه وکړي.
هرات د سریلانکا لپاره تر مورلي درن وروسته دوهم مخکښ وېکټ اخېستونکی لوبغاړی دی.
مورلي درن د سریلانکا لپاره ۸۰۰ وېکټې اخېستې دي.

اوسنيو فعالو توپ اچوونکو کې رنګېنا هرات دریم غوره بالر دی، نوموړي د سریلانکا لپاره تر دې دمه ۴۳۰ وېکټې اخېستي دي.
انګلستانی جېمزانډرسن په ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، هغه ۵۶۴ وېکټې اخېستي، ورپسې کپیل ډیو په ټېسټ لوبو کې ۴۳۴ وېکټې اخېستي، انګلستاني سټورټ براډ ۴۳۲ وېکټې ترلاسه کړي او رېچارډ هېډل بیا ۴۳۱ وېکټې اخېستي دي.
هرات د سریلانکا لپاره ۹۳ نړیوالې ټېسټ لوبې کړي، کله چې مورلي درن تقاعد اخېسته؛ هغه مهال پورې هرات ۷۱ وېکټې اخېستې وې.
د هرات د ښې توپ اچونې له امله په ۲۰۱۱ م کال کې سریلانکا، سهیلي افریقاته په ټېسټ لوبه کې ماته ورکړې وه، په هغې لوبه کې په دوو پاڼیو توپ اچونه کې هرات ۱۱ افریقایي لوبغاړي سوځولي وو.
په ۲۰۱۲ م کال کې هرات د تېسټ بالرانو په نوملړ کې لومړی و، نوموړي په ۲۰۱۴ م کال کې د پاکستان خلاف ټېسټ لوبه کې په ۱۸۴ منډو ورکولوسره ۱۴ وېکټې واخېستې.
۲۰۱۷ م کال کې د پاکستان خلاف هرات خطرناکه توپ اچونه وکړه، چې د پاکستان څخه یې په دوه ټېست لوبو کې ۱۶ وېکټې واخېستې او سریلانکا د ده د ښې توپ اچونې له امله پاکستان څخه دوه ټېست لوبې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې وګټلې.
هرات له ۲۰۱۱ م کال څخه تر ۲۰۱۸ م کال پورې ۳۵۲ وېکټې اخېستي؛ خو له دې وروسته یې روغتیا یا فېټنېس د اندېښنې وړ شو.
هرات ۴۰ کلن دی او تېر کال یې د هندوستان خلاف کورنۍ ټېسټ لوبه ځکه ونه کړه، چې د ملا، د درد او د زنګون له ټپ څخه په عذاب و
.
هرات تر دې دمه ۹۳ ټېسټ لوبې کړي او هغه وایي، ګومان نه کوم، چې سل لوبې به پوره کړم.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ