د هندوستانۍ سېنما د ملکې کنګنا رناوټ فلم (مني کارینکا: کوئین اف جهانسي) د ریلیز کېدو په لومړۍ ورځ په ډېره ګټه وټه کې ناکام شو او په لوی لګښت جوړ شوي فلم په لومړۍ ورځ ان تر ۱۰ کروړه ګټه هم ونه کړه.
کنګنا رناوټ خپل دغه فلم ته له ډېره وخته په تمه وه او فکر یې کاوه چې په باکس افس کې به یې فلم کامیاب شي.
نوموړې اداکارې دا هڅه هم کړې وه چې په خپلو مرکو کې دغه فلم لپاره زیات وخت له رسنیو واخلي، مګر هغه باور یې ناسم ثابت شو چې فکر یې کاوه دغه فلم به یې زیات مینوال پر ځان رامات کړي.
د نوموړې فلمي لوبغاړي دغه فلم شاوخوا ۱۲۵ کروړه روپیو سره جوړ شوی چې په لومړۍ ورځ یې یوازې او یوازې ۸ کروړه او ۷۵ لکه روپۍ ګټلي دي.
د رسنیو د رپوټونو له مخې د دغه فلم د خپریدو په دویمه ورځ یې دوه چنده ګټه وکړه او په درېمه ورځ یې ګټه لا پسې زیاته شوه.
د یادولو ده چې کنګنا رناوټ د فلم د ښه اعلان کولو او ورته د مارکیټ د پیدا کولو لپاره څو ځله درواغ هم ویلي او زیاته کړې یې وه چې یوې ډلې یې پر فلم سختې نیوکې کړي او په خبره یې ټولو ورته د مرګ ګواښ هم کړی وو.
خو اوس یې دروغ هم رسوا ځکه شوه چې د هماغه ډلې غړو ویلي چې د دې په فلم دوی کوم اعتراض نه درلود او نه یې هم ورته ګواښ کړی.
بل لور ته:
د فلم مینوالو او دفلم څارونکي هم په د دغه فلم له لیدو وروسته بیلا بیل نظرونه لري، د ځينو لیدونکو په نظر په فلم کې خپله دغه فلمي لوبغاړې کنګنا رناوټ هم مرکزي کردار په سم ډول نه دی اداء کړی.