د بښنې او ثوابونو مهم فرصت؛ د روژې ورځ داسې بېګا کړئ

لیکنه او راټولونه: مریم شریفي

روژه د ګناهونو د بښلو لپاره تر ټولو ښه وخت دی. خو داسې خلک هم شته چې دا قېمتي وخت بې ځایه تېروي.

په روژه کې د فلمونو، ډرامو کتل او عبثیات مو روژه تباه کوي. ځینې خلک په روژه کې ډېر وخت فېسبوک کاروي، فلمونه، سریالونه او ډرامې ګوري د هغوی هدف دا وي چې روژه پرې ژر تېره شي او په لوږه تنده پوهه نه شي، خو دا ورسره په فکر کې نه شته چې دا یو چانس دی، نیکو کارونو معلومه نه ده چې بل کال ته به ورته ژوندي یو، که نه.
زموږ خوږ پیغمبرمحمد ﷺ فرمايي:
ژباړه: کوم سړی چې په روژه کې بد کارونه او فضول خبرې نه پرېږدي، نو د الله تعالی په نزد د هغه د خوړلو او څښلو پرېښودل کومه ګټه نه لري.
شيطاني کارونه هر وخت کې مطلق حرام دي، خو د روژې په مبارکه میاشت کې خو باید چې هر انسان ترې لیرې وا وسي، ځکه دا ستاسو ټول اعمال بربادوي.
د روژې نیولو مقصد هم دا دی چې تاسو پرهیز ګاره شئ، ځکه قران کی الله ج فرمایي:
ژباړه: اې مؤمنانو ! پر تاسو روژه داسې فرض کړی شوې لکه له تاسو پر پخوا کسانو چې فرض کړی شوې وه، د دې لپاره چې تاسو ځان وساتئ (پرهيزګاران شی)
رسول الله صلی الله عليه وسلم بل ځای فرمايي چې د داسې کس فقط لوږه په نصیب ده نور د روژې څه ثواب نه شي تر لاسه کولای.
نو مسلمان باید له داسې کارونو هر وخت ځان وساتي او د الله تعالی له عذاب او نيولو ووېريږي، په خاصه توګه په روژه کې.
راځئ چې روژه په دې ډول تېره کړو:
۱- روژه د مکمل ادابو سره ونیسئ، غیبت نه ځان وژغورئ، روژه کې چې د حلالو په خوراک بندیز ولږیده د حرامو اجازه به چیرې وي؟ ناوړه فلمونه، بد نظر، بې ځایه خبرې پرېږدئ، د دین کارونه وکړئ. تلاوت او لمونځ ته زور ورکړئ، په موبایل کې د لوبو کولو څخه هم ځان وژغورئ، کوم وخت چې عبث تېروئ د الله په عبادت کې یی تېر کړئ.
۲- پنځه وخته لمونځ په جمعه د سنتو او نوافلو سره ادا کړئ. کوښښ کوئ چې هر لمونځ مو د تکبیر تحریمې سره وي.
۳- تراویح د رمضان المبارک تحفه ده، ویې کړئ، تراویح د الله ډېر لوی نعمت او عبادت دی، خو افسوس چې ډېر خلک تری غافل دي.
۴- د قرآن مجید تلاوت؛ کوښښ وکړئ چې په روژه کې ډېر تلاوت وکړئ، دا میاشت د الله ده او د الله په کلام د الله نزدیکت حاصل کړئ.
۵- د پيشنمي لپاره خو هسې هم پاڅېږئ، تهجد هم ورسره وکړئ او دغه عادت په ځان کې د ټول کال لپاره پیدا کړئ، ځکه دا هم غوره عبادات دی.
۶- د الله په لار کې د خپل توان په اندازه خیرات وکړئ.
۷- په اخرو لسو ورځو کې هره طاق شپه د عبادت لپاره ملا وتړئ او د لیلة القدر پلټنه پکې وکړئ هغه رحمت حاصل کړئ د کو م چې الله حکم رالېږلی.
۸- د الله څخه بخښنه وغواړئ، په تیرو ګناهونو پښيمانه او راتلونکې کې د نه کولو عزم وکړئ او د بخښنې لپاره د محمد صلی الله علیه وسلم ښودلې دا دعا بار بار ووايي:
اَللّهُمّ اِنّکَ عَفُوٌ تُحِبّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّی
۹- د دې شیانو سخت حفاظت وکړئ (زړه او ژبه) زړه د کفر، شرک، حسد او له مسلمانانو سره له کینې څخه پاک کړئ. زړه ته د مال دولت او خواهشاتو مینه مه پرېږدئ، چې ور ننوځي، یوازې د الله ذکر ور دننه کړئ.
له دروغو څخه ځان وژغورئ. کمې خبرې کوئ. په ژبه چاته تکلیف مه ورکوئ. خپله ژبه په غیبت او بهتان مه ناولې کوئ. هغه دوستان چې په مزدورۍ بوخت وي هره ورځ دې ۵۰۰ کرته (سُبْحانَ اللهِ وَ بِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِیم) ووایي الله به ورته په کار کې برکت واچوي او روژه به هم په ذکر تېره شي.
۱۰- د هرې جمعې په مبارکه ورځ د صلوة تسبح لمونځ وکړئ او په پیغمبر (ص) باندې درود شریف مه هېروئ.
۱۱- دا چې روژه د بښنې میاشت ده په دې میاشت کې د نور ذکرو ترڅنګ غوره ذکر د اسغفرالله دی، نو بې شمیره ځلې یې ووايئ.
۱۲- او وروستۍ غوښتنه دا ده چې، هره ورځ دوه رکعته صلوة حاجت وکړئ او په الهی دربار کې د عبادت د توفیق او قبلیدو دعا وغواړئ. بله دا چې د اسلامی امت د یووالي او بري لپاره خصوصي دعا ګانې وکړئ.
یادونه: هم به مو روژه ښه تېره شي او هم ثواب نصیب شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ