روژه؛ د نړۍ ۲۲ سلنه وګړي روژه نيسي

لیکنه او راټولونه

دا چې د روژې مبارکه میاشت روانه ده، نو و مې پتېله چې د روژې په اړه يوه لیکنه وکړم. نو د همدې لپاره مې د روژې په اړه داسې ځینې حقایق او جالب معلومات راټول کړل چې هر مسلمان ته پرې پوهېدل اړین دي، دلته یې له تاسو سره شریکوم.

دا چې د افغانستان ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي او روژه نیسي نو ارومرو د روژې اړوند معلومات لري خو کېدای شي زما د لیکنې يو شمېر برخې تاسو ته نوې او په زړه پورې اوسي، تاسو ته تر پایه د لیکنې د لوستو بلنه درکوم!

لومړی: د روژې په لړ کې مسلمان د ورځې په اوږدو کې نه شي کولای چې، څه وخوري او يا څه وڅښي. او جنسي اړيکې، سګرت څکول او دې ته ورته کړنې منع دي.

دویم: روژه هغه میاشت ده چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته په دغې میاشت کې د لومړي ځل لپاره وحي وشوه.

درېيم: د دې لپاره چې د روژې میاشت د زېږديز کال د کالیزې پر بنسټ نه ټاکل کېږي بلکې، د سپوږمیز کالیزې له مخې ټاکل کېږي، نو د روژې میاشت هر کال د پروسږن کال په پرتله ۱۱ یا ۱۲ورځې وړاندې راځي. له همدې امله د ۳۳ کلونو په تېرېدو د روژې میاشت د زېږديزې نېټې په نننۍ نېټې بیا ځلې را ګرځي.

څلورم: که څه هم د روژې په مبارکه میاشت کې روژه نیول یوازې پر مسلمانانو فرض دي خو ځینې هغه خلک چې مسلمانان هم نه دي له مسلمانانو سره د مشابهت لپاره روژه نیسي، په دې لړ کې کاناډا څو وزیرانو هم روژه نیولې.

پينځم: که څوک د روژې میاشت په اوږدو کې په داسې حال کې چې روژه یې پر خولې ده، جنسي اړیکه ولري، د دغې روژې په بدل کې باید ۶۰ ورځې روژه ونیسي او يا هم ۶۰ وږي کسان ماړه کړي.

شپږم: که څه هم د روژې میاشت د لوږې او تندې میاشت ده خو د انسان وجود په دې میاشت کې د ډېرو خوړو غوښتنه کوي، نو له همدې امله په دغې میاشت کې خلک بېلابېل خواړه پخوي.

اووم: که څه هم د کال په اوږدو کې خيريه بنسټونه په دوامداره توګه له خلکو سره مرستې کوي، خو د روژې په میاشت کې دا مرستې څو برابره ډېرېږي.

اتم: روژې ته چې په عربي ژبه کېږي رمضان ويل کېږي، دا نوم د ډېرو مسلمانانو دومره خوښ دی، چې ان په خپلو نارینه اولادونو هم د (رمضان) نوم ږدي.

نهم: که د روژې د نیولو اداب په سمه توګه مراعت شي، د روژې نیول د دې لامل کېږي چې د انسان اروايي ارامتیا ومومي او همدارنګه د روژې نیول د بدن هر ډول مېکروب له منځه وړي.

لسم: په ټوله نړۍ کې ۷ میلیارډه وګړي ژوند کوي او کابو ۲۲سلنه یعني ۱.۶ ميليارډ تنه د روژې په مبارکې مياشت کې، روژه نيسي.