د روژې په هکله د وتلو روغتیاپالانو ویناوې؛ روژه روحي او جسمي درملنه ده

راټولونه

ډاکټر (ډي ـ جکټ) د روژې په هکله وایي:

روژه نیول ټولې ناروغۍ له منځه وړي او ختموي یې.

پروفیسر افیشن وایي؛ روژه د معدې، ځیګر او د زیات خوراک د کنټرول لپاره ډېره ښه درملنه ده.

پروفیسر ډاکټر ایم- ډي کینیارډ وایي؛ روژه په واقعیت کې یوه معجزه ده، چې هیڅوک ورڅخه سترګې نشي پټولای.

ډاکټر جوزف د روژې په هکله وایي؛ روژه هر ظاهري او هم باطني ناروغۍ له منځه وړي او د پای ټکۍ ورته ږدي.

پروفیسر کلارک وایي؛ روژه زما روغتیا ده، زما ژوند دی او زما خوښي ده، چې زه ورڅخه چاره نه لرم.

د کسفورډ یو وتلی پروفیسر پالډ وایي؛ زه په خپلو څېړنو او تجربو کې بوخت وم چې کله د روژې میاشت راغله، ما د روژې نیول پیل کړل، ډېر خوشاله وم، د یو څو ورځو روژه په نیولو وروسته مې د زیاتې لوږې احساس کاوه، او دې روژې ته مې دوام ورکړ.

ډېر خوښ او خوشحاله شوم دا ځکه چې ما ګاسټریټیس درلودئ، ګاسټریټیس د معدې، مخاط التهاب ته وایي، خو د روژې په نیولو سره مې دا ټول کړاوونه له منځه ولاړل، او د دې ټولو ناخوالو څخه خلاص شوم؛ اسلام واقعا یو حقیقي، واقعي او الهی دین دی.

او خپلو پیروانو ته یې داسې فارمولا (روژه نیول) راوړېده چې د دې څخه د بل لوی نعمت توقع نشي کېدای.

همدارنګه روژه د معدې اسیدونه يا تیزابیت کموي.

پروفیسور ایم حسیني هم وایي: او په ثبوت ورسول چې روژه د خوارځواکۍ سبب نه ګرځي، دا ځکه چې روژه نیونکي هم په پیشلمي او هم په روژه ماتې باندې هغه څه خوري چې محدودیت نه لري.

لکه څرنګه چې زاړه په روژه کې له هر څه نه پرهېز وي، نو له همدې کبله یې اعصاب او زړه هم ښه وي.

روژه د ټولو انسانانو لپاره روحي او جسمي درملنه ده.

وروستي مطالب