د روژې د مياشتې اووه غله وپېژنٸ

ژباړه

 

لومړى ټلويزيون: دا خورا خطرناک غل دى. دا ستاسې وخت غلا کوي د روژې مبارکه مياشت په ناببره ډرامو او د رمضان بېځایه تېرېدلو بوختوي او له عبادت څخه مو بې برخې کوي.

دويم بازار: دا ستاسې وخت او پيسې دواړه غلا کوي. دا ستاسې لاس نيسي او بې ګټې مو په بازار کې مصروفوي.

درېيم پخلنځى: دا مېرمنې په نښه کوي او د روژې په مياشت کې د مختلفو خوړو په چمتو کولو سره، دوى د قران له ذکر او تلاوت څخه بې برخې کوي.  او د زیاتو خوړو د بېځایه تويېدلو سبب دی.

څلورم د پيشلمي چمتووالى: يو پخوانى غل دى، خو دا له تاسې د تهجد، نوافلو او دعاګانو فرصتونه د پيشلمي په چمتو کولو اخلي.

پنځم فېسبوک: دا يو ستر مسلکي غل دى. دا هر وخت له تاسې سره وي، دا نه يوازې ستاسو وخت ستاسو څخه اخلي، بلکه تاسې په بې ځايه خبرو کولو، ګپ شپ او نور… سره بوخت ساتي.

شپږم لډو لوبه: دا غلا د روژې په مياشت کې په کليوالو سيمو کې موندل کېږي، ځکه دلته ځوانان معمولا ازاد وي. دا غل دوى د روژې په مياشت کې په دې لوبه ښکېلوي، او د دې لامل هم کېږي، چې د وخت په اوږدو کې له يو بل سره جنجال وکړي.

اووم خوب: دا غلا په ظاهري ډول زيان نه لري، خو خورا هوښيار دى. دا غل د روژې په مياشت کې ډېرى ورځې خوب درولي او تاسې به د عبادت او خوښۍ څخه بې برخې شٸ.

د روژې په مياشت کې دې ټول مسلمان خويندې او وروڼه دغو غلو ته پام وکړي.

وروستي مطالب