
د ګرجستان پولیسو په پلازمینه تبلسي کې د اپوزسیون یو شمیر غړي نیولي دي.
د راپورونو پر بنسټ، دا کسان پرون یکشنبه د لاریون پر مهال نیول شوي دي
لاریون کوونکو ویلي، پولیس ورسره زورزیاتی کوي او د “دوی اعتراضونه په ظالمانه ډول ځپي”.
نژدې درې میاشتې کیږي په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب د پلویانو اعتراضونه او لاریونونه دوام لري.
د ګرجستان واکمن ګوند د تیرکال په ډیمسبر کې اعلان وکړ چې له اروپايي ټولنې سره د”ګرجستان هیلې” د یوځای کېدو خبرېاترې چې پر بنسټ یې تر ۲۰۲۸ کال پورې دا هېواد له اروپايي ټولنې سره الحاق کوي، دروي.
دغې اعلان په ګرجستان کې د خلکو غوسه راپارولې او د تبلیسي په ګډون په يوشمېر ښارونو کې خلک سړکونو ته راوتلي دي.
د دې لاریونونو له پیل راهیسې په زرهاوو کسان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.