د هندوستانۍ سېنما پر مشهور فلم لارښود راجکمار هیراني باندې د جنسي تیریو د تورنو تر لګېدو وروسته د ډېرو مینوالو لرونکي فلم (منا بهائی۳) چارې په ټپه ودرېدې او تر نا معلومې نېټې به یې چارې ځنډ وي.
راجکمار هیرانی وروسته له هغې د (منا بهائی) فلم د دریمي برخې کارونه ودرول چې پر نوموړي د جنسي تیري تورونه پورې شول.
فلم لارښود هیراني په بالیوډ کې (منا بهائي) په شان د کامیابه فلم څخه د خپل فلمي ژوند پيل کړی او ورپسې یې له هغې وروسته هم په ډېر شمېر سره فلمونه جوړ کړل چې په کې د ډیری مینوالو د تود هرکلي سره مخ شو، چې په کې: لګا رهو منا بهائی، تري ایډیئټس، پي کی او سنجو فلمونه د یادولو دي.
څنګه چې یې د فلم سنجو لپاره د فلم ستوري سنجي دت پر ژوند خوندوره کیسه برابره کړې وه ترې وروسته په همدې خاطر ورته د (غوره کیسې لرونکي) لقب ورکړل شو.
خو اوس دغه فلم لارښود د خپل وروستي کامیاب فلم سنجو له امله د ستونزو ښکار شوی.
د رپوټونو له مخې فلم لارښود په دغه ورځو د خپل کامیاب پخواني فلم (منا بهائي) د یوې بلې برخې په جوړولو مصروف و او د دغه فلم لپاره یې د فوکس سټوډیو د تر لاسه کولو چارې هم بشپړې کړې وې، مګر د جنسي تیري د تورونو وروسته راجکمار هیراني د دغه فلم چارې درولي دي.
د تورونو وروسته فوکس سټوډیو ویلي چې د فلم لارښود د څرګندو ویلو پورې به د دغه فلم کارونه شروع نه کړي.
د یادولو ده چې فلم (سنجو) کې د فلم لارښود راج کمار هیراني سره د هغه مرستیالې ډائرېکټر په کمار هیراني تور پور کړی چې د سنجو د فلم د شوټینګ او ډکولو پر مهال یې په مسلسل ډول پر دې جنسي تیری کړی.
بل پلو؛ راجکمار هیراني د مرستیالې ډائرېکټرې لخوا پر ده لګېدلې تورونه رد کړي دي.