د کرکټ په لوبغاړي ریاض حسن لګول شوی بندیز پای ته ورسېد

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
د افغان نولس کلنو لوبډلې پخوانی لوبغاړی ریاض حسن چې درې کاله له کرکټ څخه د سرغړونو له امله منع شوی و اوس یې بندیز پایته ورسېد.

د نولس کلنو پخوانۍ لوبډلې ښي لاسی توپوهونکی، چې درې کاله وړاندې له هرډول لوبو منع شوی و، اوس یې بندیز پایته ورسېد او له دې وروسته به لوبې کولای شي.
پر ریاض حسن تور و، چې په ۲۰۱۸م کال په هندوستان کې د لوبو پرمهال د ډیسیپلین کمېټې اصول مات کړي وو او یو نایټ کلب ته ورغلی و.
له دې پېښې وروسته د کرکټ بورډ ډیسیپلین کمېټې په هغه درې کلن بندیز ولګاوه او له هر ډول کرکټ څخه یې محروم کړ.
تر اوسه د ریاض حسن د بندیز لرې کولو په اړه کرکټ بورډ رسمي څه نه دي ویلي.
ریاض حسن د پخوانۍ نولس کلنې لوبډلې ښي لاسی توپوهونکی و، چې اف سټم شاټونو کې ښه مهارت لري.
دې تېر کې څو ځله د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شوی دی.
ریاض حسن د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اسېدونکی دی او شاو خوا لس کاله کېږي، چې کرکټ کوي.
safe_image.jpg

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.