Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د راهل ډرایوېډ څلور هغه ریکارډونه چې ممکن څوک يې مات نه شي کړای

لیکنه: بهار سمسور

راهل ډرایوېډ د هندۍ کریکت ملي لوبډلې یو بهترین لوبغاړی، توپ وهوونکی، لوبډلمشر او هم ښه توپ ټولونکی تېر شوی. نوموړي د هند لپاره ډېر غوره کریکټ تر سره کړی، چې د یو پیلیز لوبغاړي په توګه لوبیده، اما وخت، ناوخت يې په پورته نمبرو پوزیشن باندې هم توپ وهنې ته راته.

۱: تر ټولو زیات د ګډو منډو ملګرتیا

دې پیاوړي لوبغاړي په توپ وهنه کې تر ټولو د زیاتو ګډو منډو ملګرتیا ( پارټنرشیپ) تر سره کړی دی. ډرایوېډ ۵۲ ځلې د سل ګډو منډو ملګرتیا له بل توپ وهونکي سره تر سره کړې،چې د ټېسټ کریکټ په تاریخ کې دا لومړی ریکاډ دی. چې پکې سچن ټنډولکر سره یې هم شل ځلې د سل ګډو منډو ملګرتیا درج کړېده.

۲: تر ټول زیات وخت په ویشتنځای پاتې کیدل

ډرایوېډ د هغو توپ وهونکو له منځه لومړی هغه دی، چې زیات وخت پر ویشتنځای ودریدلی او لوبیدلی دی، په کریکټ خاص کر په ټېسټ لوبه کې پر ویشتنځای هر څوک د زیات ودریدو هڅه کوي، خو دا کار اسانه نه دی، زیات زغم، حوصله او فکر غواړي. ډرایوېډ لومړنی هغه توپ وهونکی دی، چې زیات وخت ۴۴۱۵۲ دقیقې يې پر ویشتنځای/کریس یا پر پیچ وخت تېر کړی دی.

۳: زیات توپونه لوبول

په ټېسټ کریکټ کې چې کله هم زغم حوصله ولرې، نو ضرور يې نتیجه مثبته او لاس ته راوړنه لري.

ډرایوېډ په ټېسټ کریکټ کې د هغو توپ وهونکو له منځه لومړی حسابیږي، چې زیات توپونه يې لوبولي دي. نوموړي ۳۱۲۵۸ توپونه( بالونه) لوبولي، چې تر بل هر کریکټ لوبغاړي مخکې دی او دی هغه توپ وهونکی دی، چې تر دېرش زرو پورته توپونه يې لوبولي دي.

۴: زیات کیچونه اخیستل

کریکټ کې د مهمو برخو له منځه بله هغه يې، د کېچ اخستل دي، چې په دې برخه کې هر لوبغاړی بېلابېل ریکاډونه لري. سره له دې چې د صوت افریقا پخوانی لوبغاړی جانټي روډز د توپ نیونې په برخه کې خاص مهارت او نوم لري، هم يې نه ممکن کیچونه جج او اخیستي دي، خو دا مه هېروئ، چې زیات کیچونه په ټېسټ کریکټ کې بیا همدې راهل ډرایوېډ اخیستي. ده ۲۱۰ کیچونه د ځان په نوم درج کړي دي، چې زیاتره يې په سلیپ کې اخیستي. په همدې وجه ډاریوېډ یو اکټیو فعال لوبغاړی یادید. دا به وخت ونیسي، هم نه ممکنه حسابیږي چې څوک دې په ټېسټ کریکټ کې ۲۱۰ کیچونه واخلي او د ډرایوېډ ریکارډ دې مات کړي.

راهل ډرایوېډ تر بهترین کریکټ وروسته اوس د هندۍ نولس کلنې لوبډلې روزونکی دی، چې خلک ورته د لوبغاړو د پیدا کولو ماشین یا هم خزانه وايي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: