سپورټ کرکټ

د راشدخان په شتون کې حيدر اباد لوبه بايلوله

سپورټ یاران

د آی پي اېل سوداګریزو کرکټ لوبو په دوام درېیم لوبه د دوشنبې په ماخستن د رایلز چلېنجرز بنګلور او سنرایزرز حېدراباد کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بنګلور کرکټ لوبډلې په شل اورونوکې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د دېفدت پاډیکل د ۵۶ منډو او د ای بي ډیویلیرس د ۵۱ منډو په مرسته ۱۶۳ منډې وکړې.

راشدخان په ۴ اورونوکې ۳۱ منډې ورکړې او په کومه وېکټ اخیستلو بریالی  نشو.

په توپ وهنه کې یې هم په ۵ توپونو ۶ منډې وکړې.

حېدراباد کرکټ لوبډلې په ۱۹ اعشاریه ۴ اورونوکې د ټولو وېکټو په نقصان سره د جاني بېرسټو د ۶۱ منډو په مرسته ۱۵۳ منډې وکړې او لوبه ترې بنګلور کرکټ لوبډلې په ۱۰ منډو وګټله.

یوزوېندرا چهل د لوبې غوره لوبغاړی  شو.

د بنګلور لوبډله او بری

د بنګلور کرکټ لوبډلې سره په سکواډ یا نوملړ کې پیاوړي لوبغاړي وجود لري، خپله ویرات کولي د نړۍ غوره توپوهونکو کې شمېر دی، ای بي ډیویلیرس هغه توپوهونکی دی، چې یوه شېبه کې د لوبې حالت بدلولای شي.

د اېرون فېنچ په څېر خطرناک توپوهونکی ورسره مل دی، پاډیکل یې نوی توپوهونکی موندلی.

د توپوهنې برخه یې د معین علي، کرېس مورېس او نورو په شتون کې خورا پیاوړې ده.

د توپ اچونې برخه کې ورسره ډېل سټین، نافدیپ سېني، اومېش یداف، شېوم ډوبی چټک بالران دي او سپېن  توپ اچونه کې هم ورسره واشېنګټن سونډر، یوزوېندرا چهل او ادم زمپا شته.

د الراونډرانو برخه کې معین علي، کرېس مورېس او نافدیپ سېني شتون لري.

یعنې لوبډله یې ډېره وړ او مناسبه ده.

د کرکټ ډېری مبصرین داسې انګېري چې سږ کال به بنګلور لوبډله د لومړي ځل اتلولي ګټلو خوبونه رښتیا کوي.

دا لوبډله دوه ځلې پایلوبې کې ماته شوې، ۲۰۱۶ کې د حېدراباد لخوا او یو ځل د چینای لخوا هم پایلوبه کې ماته شوې ده.

د حیدراباد لوبډلې د رهبرۍ تېروتنه

لوبه داسې برېښېدله چې حېدراباد یې په اسانۍ ګټلای شي؛ خو د جاني بېرسټو په سوځېدلو سره نور یو توپوهونکي هم سمه توپوهنه ونه کړه.

په منځنۍ برخه کې یې یوه تېروتنه دا وکړه، چې بونېشورکومار، راشدخان او سندیپ سېنګ یې له اسټرالیایي الراونډر مېچل مارش څخه مخکې توپوهنې ته راواستول او همدا لامل شو، چې لوبډله ګېره شوه او بالاخره یې لوبه وبایلله.

د فېنېشر او په بري د لوبې ختموونکي نشتون بله ستونزه ده، چې حېدراباد کرکټ لوبډله ورسره مل ده.

منځنۍ برخه کې دوی سره هیټر او چټک توپوهونکی پکار دی، چې هغه ورسره نه شته او محمدنبي عیسی خېل ته هم چانس نه ورکول کېږي، چې دغه رول ادا  کړي.

نن ماښام شپږنیمې بجې د راجستان رایلز او چینای سوپرکېنګز ترمنځ د آی پي اېل څلورمه لوبه ترسره کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ