رحمن الله ګربز: نړیوالو میدانونو کې پښتو وایم، چې کار ورته وشي!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې انګلیسي ژبه یې ښه زده ده، خو نړیوالو میدانونو کې د مرکې په مهال پښتو وايي.
هغه وايي ددې کار څخه یې موخه داده تر څو پښتو ژبې ته کار وشي او وپېژندل شي.
د ګربز په خبره:

«انګلیسي ژبه زما ښه زده ده، زه کولای شم، چې د لوبې غوره لوبغاړي ټاکل کېدو وروسته په انګلیسي ژبه خبرې وکړم، خو زه په پښتو ژبه خبري کوم. د دې کار څخه مې اصلي موخه داده، چې زه غواړم د خپلې پښتو ژبې لپاره هم لږ کار وشي او خلګ یې وپېژنې چې پښتو هم یوه ژبه ده.»
یاران uncategorized 345 رحمن الله ګربز: نړیوالو میدانونو کې پښتو وایم، چې کار ورته وشي!

رحمن الله ګربز د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ښی لاستی توپوهونکی او ویکټ ساتونکی دی، چې په ۲۰۰۱م کال کې د نومبر میاشتې په ۲۸مه نېټه زېږېدلی.
ګربز د ملې لوبډلې سره په ۲۰۱۹م کال کي یوځای شو. هغه تر دې دمه ۲۹ شل اوریزه ، ۱۲ فرسټ کلاس او۲۳ يې بیا لیست اې سیالۍترسره کړي دي. په ۲۹ شل اوریزه لوبو کې یې ۷۰۸ منډې کړې دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډې۸۰ دي. او په ۱۲ فرسټ کلاس لوبو کې په ۴۹،۵۲ اوسط سره یې بیا ۹۴۱ منډي کړي،  چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډې ۱۵۳ دي. او په ۲۳ لیست اې سیالیو کې یې بیا  په ۳۸،۵۳ اوسط سره ۵۷۸ منډې جوړي کړي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډې ۱۰۵ دي.
یاران uncategorized 346 رحمن الله ګربز: نړیوالو میدانونو کې پښتو وایم، چې کار ورته وشي!
رحمن الله د ملې لوبډلې لپاره خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۹م کال کې د سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د زیمبابې لوبډلې په وړاندې ترسره کړه.  دی وتوانید، چې په هغه لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره په ۲۴ توپونو تیزي ۴۳ منډې وکړي. ګربز د افغانستان ملې لوبډلې لپاره تر دې مهاله یوازي په شل اوریزه لوبو کې لوبېدلی. هغه د ملې لوبډلې ترڅنګ د افغانستان په ۱۹ کلنې او ۱۷ کلنې لوبډله کې هم لوبیدلی.
د دې ترڅنګ دا ځوان لوبغاړی په کور دننه لوبډلو کې د بُست ډیپنډرز، کابل بازانو، خوست ولایت او مس عینک نایټ لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي دي. همدا شان رحمن الله ګربز د لومړي ځل لپاره د بنګله دېش په اووم پړاو سوداګریز کورني لیګ کې د کولنا ټایګرز لوبډلې لخوا وپیرل شو.
د دې ترڅنګ څو ورځې مخکې د ویسټ انډيز کورنیو سیالیو ته هم د لومړي ځل لپاره د ۵ نورو افغان لوبغاړو سره واخیستل شو.