سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغان زړور  توپ وهونکی رحمان الله ګُربر وپېژنئ

لیکنه : عبدالله عادل

رحمان الله ګُربز د افغانستان په کرکټ کي تقریباً نوی خو ځلېدلی نوم دی . رحمان الله هغه افغان لوبغاړی دی چي په لومړي ځل لوبېدو سره د لوبلړۍ غوره لوبغاړی وټاکل سو.

رحمان الله ګُربز د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر ۲۸مه دې نړۍ ته سترګي پرانستې دي او د ۲۰۱۹ کال په سټمبر کي افغان ملي لوبډلې ته راغلی ، نوموړی ښی لاسی پیلیز توپ وهونکی او ویکټ کیپر دی.

کورنی کرکټ

رحمان الله خپله لومړۍ لیسټ اې لوبه د ۲۰۱۷ کال د جنوري پر ۲۷ مه زیمبابوې ته په لوبیز سفر کي د افغان الف لوبډلي په ګټه د زیمبابوې الف لوبډلي پر وړاندي ترسره کړې.او کورني کرکټ کي یې خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د مس عینک په ګټه د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر پر ۱۲مه په شپږیزه لیګ کي ترسره کړې . هغه همدا ډول خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه بیا هم د مس عینک لوبډلې په ګټه د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر لومړۍ نېټه په احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو سېالیو کي ترسره کړې.

د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کي رحمان الله د لومړي پړاو افغان کرکټ لیګ لپاره د پکتیا په لوبډله کي غوره سو.

Rahmanulah gurbaz (7).jpg

نړیوال کرکټ

د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کي ګُربز د ۲۰۱۸ کال د نولس کلنو د کم عمره لوبغاړو په نړیوال جام کي د افغانستان په لوبډله کي غوره سو.

د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کي ګُربز د نولس کلنو څخه د کم ځوانانو په اسیا جام کي د افغانستان مخکښه منډي جوړونکی وو . نوموړي په څلورو لوبو کي ۱۱۷ منډي جوړي کړې چي وروسته د اسیا جام څخه په غوره سوي ایمرجینګ لوبډله کي غوره سو.

د ۲۰۱۹ کال په اګسټ میاشت کي هغه د لومړي ځل لپاره افغان ملي لوبډلي ته لاره پيداکړه او بنګلدېش په کوربتوب د درې اړخیره شل اوریزو لوبو لپاره په افغان ملي لوبډله کي غوره سو او په همدغه لوبلړۍ کي یې د سپټمبر پر ۱۴مه خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د زیمبابوې هیواد خلاف ترسره کړه.

شل اوریزه لوبي 

لکه څرنګه چي رحمان ګُربز د افغان ملي لوبډلي لپاره تر اوسه یوازي په شل اوریزو لوبو کي خپل بخت ازمایلی نو ځکه د هغه د شل اوریزو لوبو په اړه غواړو پوه سو . ګُربز د افغان کرکټ ملي لوبډلي لپاره تر دا مهاله څلور شل اوریزه نړیوالي لوبي ترسره کړي چي یادو لوبو کي یې د ۳۳ په ایورېج سره ۱۳۳ منډي جوړي کړي چي یادو منډو کي یې یوه پنځوسیزه شامله ده او یوه لوبه کي یې تر ټولو ډیري منډي ۶۱ دي .

Rahmanulah gurbaz (4).jpg

فرسټ کلاس لوبي

رحمان الله تر اوسه په ۱۲ فرسټ کلاس لوبو کي لوبېدلی چي یاد شمېر لوبو کي یې ۹۴۱ منډي جوړي کړي یوه لوبه کي یې تر ټولو ډیري مندي ۱۵۳ دي او په یادو ۱۲ فرسټ کلاس لوبو کي یې یوه سلیزه او ۷ پنځوسیزي شاملي دي.

لیسټ اې لوبي

رحمان الله تر اوسه ۲۳ لیسټ اې لوبي ترسره کړي چي یادو لوبو کي یې ۵۷۸ منډي جوړي کړي یوه لوبه کي یې زیاتي منډي ۱۰۵ دي یوه سلیزه او دوې پنځوسیزي یې په نوم ثبت سوي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نورو کرکټ بڼو په پرتله په شل اوریزو لوبو کي پیاوړې ده چي تر ډېره یې په لوبډله کي د ځوانو ، زړورو او د سترو شاټونو وهونکو لوبغاړو موجدیت دی چي افغان لوبډلي ته د رحمان الله راتګ د اُپنینګ د ستونزي تر څنګ د ویکټي ساتني برخه هم قوي کړه.

هند لوبډله د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام ته د دهوني پر ځای پر ریشب پنت کار کوي تر څو هغه سترو لوبو ته یې جوړ کړي بلخوا داسي ښکاري چي د محمدشهزاد په نشتون کي افغان لوبډله پر رحمان الله ګُربز کار کوي چي یاد جام ته یې اماده کړي ، افغانستان په کوردننه خورا نابغه استعدادونه لري چي د موقع او هڅوني په صورت کي به خپل استعداد نړۍ ته وښيي او ورسره به د افغان لوبډلي په قوي کېدو کي هم خورا اغېزمن رول ولوبوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی