سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د بنګلدېش په لوبیز سفر کې افغانستان غوره پيلوونکی وموند

لیکنه: عبدالله عادل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تېره ورځ چهارشنبه د بنګلدېش د لوبیز سفر څخه هیواد ته راستنه سوه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره یاد سفر په ټوله کي یو ګټور سفر وو ملي لوبډلي پکښي د کوربه بنګلدېش پر وړاندي یوه مهمه ټسټ لوبه په خورا ښه توپير سره وګټل وروسته یې د دریو شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه لوبلړۍ کي د بنګلدېش او زیمبابوې لوبډلي پر وړاندي لوبي ترسره کړې چي لومړۍ دوه لوبي یې وګټلې خو وروستۍ دوې یې بایلودې خو ددې سره سره ملي لوبډله تر پایلوبي رسېدلې وه. پایلوبه چي ټاکل سوې وه د سه شنبې په ورځ ترسره سي د سخت او دوامداره باران اورېدو له امله همداسي مساوي پای ته ورسېده او جام د کوربه بنګلدېش او افغانستان تر منځ په شریکه اعلان سو.

په دغه سفر کي د افغان ملي لوبډلي لپاره ډېر نوي او ځوان لوبغاړي ولوبېده چي ځینو یې خورا د پام وړ کارکرګي وکړه چي د یادو لوبغاړو تر منځ د رحمان الله ګُربز نوم یادول مهم بلل کیږي رحمان الله د لومړي ځل لپاره د ملي لوبډلي برخه وو او خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه یې د زیمبابوې پر وړاندي ترسره کړه پدغه لوبه کي نوموړي افغان لوبډلي ته خورا ښه پيل ورکړ هغه په ۲۵ توپونو ۴۳ چټکي منډي جوړي کړې چي شاټونه یې ډېر زړور او بهترین وه دغه لوبه افغان لوبډلي په ۲۵ منډو سره وګټل .

هغه په خپله دوهمه شل اوریزه لوبه کي پر صفر وسوځېد خو په خپله دریمه لوبه کي یو ځل بیا ښه وځلېد نوموړي پدغه لوبه کي د زیمبابوې لوبډله خلاف په ۴۷ توپونو ۶۱ مهمي منډي جوړي کړې چي یاده توپ وهنه کي یې ۴ څلوریزي او ۴ شپږیزي شاملي وې او په خپله وروستۍ لوبه کي یې بیا ۲۹ منډي جوړي کړې .

gurbaz.jpg

د شل اوریزو لوبو په دغه لوبلړۍ کي ګُربز په څلورو لوبو کي د ۳۳ په ایورېج سره ۱۳۳ منډي جوړي کړې او تقریباً په ټولو لوبو کي یې افغان لوبډلي ته ښه پيل ورکړ چي تر ډېره یې د محمدشهزاد تشه ډکه کړې وه همدا راز په ویکټ ساتنه کي هم خورا ښه وځلېد.

ملي لوبډله په شل اوریزو لوبو کي خورا مخکښه ده چي لامل یې په لوبډله کي د زړورو او د سترو شاټونو وهونکو لوبغاړو موجدیت دی چي لوبډلي ته د رحمان الله راتګ د اُپنینګ د ستونزي تر څنګ د ویکټي ساتني برخه هم قوي کړه.

راشد خان موده وړاندي په خپلي یوه مرکه کي ویلي وه چي درې اړخیزه لوبلړۍ کي یې اصلي هدف لوبغاړو ته موقع ورکول او د هغوی ازمایل وو ځکه چي ملي لوبډله راتلونکي کي نړیوال شل اوریز جام او اسیا جام په مخ کي لري چي ورته يې پر ښه چمتوالي کار کوي.

افغانستان په کوردننه خورا نابغه استعدادونه لري چي د موقع او هڅوني په صورت کي به خپل استعداد نړۍ ته وښيي او ورسره به د افغان لوبډلي په قوي کېدو کي هم خورا اغېزمن رول ولوبوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی