د پاکستان سوپرلیګ ته د رحمن‌الله ګربز فزیکي چمتوالی+ویډیو

د پاکستان د کرکټ په سوپرلیګ کې د ګډون په موخه نجیب‌الله ځدران، رحمن‌الله ګربز او وقار سلام‌خېل ابوظبۍ ته سفرونه کړي، راشدخان هم دې ښار ته د سفر په حال کې دی؛ خو د پاتې دریو نورو افغان لوبغاړو د سفر په اړه لاتراوسه راپورونه نه دي ورکړل شو.

ابوظبۍ ته د رسېدو سره سم نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز په قرنطین کي دي، چې د قرنطین څخه د ښې ګټي اخیستنې په موخه رحمن‌الله ګربز په فزیکي تمرینونو بوخت دی.

رحمن‌الله ګربز د یادو خپرو کړیو ویډیوګانو سره لیکلې، چې له سخت کار کولو پرته هیڅ شی هم امکان نه لري.

یادونه: دا د رحمن‌الله ګربز رسمې فیسبوک‌پاڼه ده، د هغه تمریناتي ویډیوګانې دلته وګورئ،

 

 

د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي

 

ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیس‌احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو وروسته، د راپورونو په اساس یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.

د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو درې ورځې مخکې راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.

اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، حضرت‌الله ځاځی، نجیب‌الله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلام‌خېل، رحمن‌الله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.

۱ـ کراچي کینګز لوبډله کې: نجیب‌الله ځدران او نوراحمدلکڼوال.

۲ـ پېښور زلمي لوبډله کې: وقار سلام‌خېل، حضرت‌الله ځاځی.

۳ـ ملتان سلطانز لوبډله کې: رحمن‌الله ګربز.

۴ـ لاهور قلندرز لوبډله کې: راشدخان ارمان.

۵ـ کویټه ګلډیټرز لوبډله کې: ظاهرخان پکتین.

 

د پاکستان سوپرلیګ

 

ټاکل شوې د پاکستان سوپرلیګ«PSL» شپږم پړاو، چې ۱۴ لوبې یې ترسره شوي او اوس یې ۲۰ لوبې پاتې دي، د راتلونکې جون میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیلیږي.

دا لیګ د پاکستان په کراچي ښار کې روان و، چې د کورونا له امله وځنډول شو.

په دې لیګ کډونوالو لوبډلو ځانونه ته وړمه ورځ یو شمېر نور نوي لوبغاړي هم واخیستل.

 

وروستي مطالب