اپریل 23, 2021

د رحمان الله ګربز چټکه لوبه او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ د مخکې تګ موقع

د چهارشنبې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو نوې درجه بندي خپره کړه، په دې درجه بندۍ کې د افغان لوبغاړو ځایونه نه دي تغیر شوي.

خو د زِمبابوې پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ کې ګربز ښه پیل وکړ او راتلونکی یې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د پرمختګ زیری دی.

ګربز په ۴۵ توپونو د ۷ شپږیزو او شپږ څلوریزو په مرسته ۸۷ منډې وکړې او ګوزار کچ یا سټرایک رېټ یې ۱۹۳ اعشاریه ۳۳ دی.

ګربز یو چټک پیل افغان لوبډلې ته ورکړ او همدا علت و، چې زِمبابوې ته یې ۱۹۹ منډې هدف ورکړ.

د ګربز لوبه

ګربز په دې بریالی دی، چې مسلکي کرکټ کوي، کله چې توپ د شاټ وي، بیا یې نو له پولې اړوي او کله چې توپ خطرناک وي، د غټ شاټ هڅه پرې نه کوي.

بله خوبایي یې دا ده، چې د لوبغالي هر لوري ته شاټ وهلی شي، ترډ مېن، پواینټ، کور، ایکسټرا کور، لانګ اف، سټرېټ، لانګ آن، مېډ وېکټ، سکوېر لېګ، فاین لیګ او ویري فاین لیګ ته شاټونه وهلی شي او دې لوبه کې یې هم همداسې شاټونه ووهل.

ګربز او د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندي

د کرکټ نړیوالې شورا د مارچ په اوولسمه د چهارشنبې په ورځ د نوې درجه بندۍ نوملړ خپور کړ، په دې نوملړ کې د انګلستان لوبغاړی ډېوېډ ملن لا هم لومړی دی، د اسټرالیا اېرون فېنچ دویم، د هندوستان کی اېل راهول، درېیم، بابراعظم څلورم، د افریقا رسي وان ډر ډوسېن پنځم، ویرات کولي شپږم، ګلېن مکسوېل اووم، مارټېن ګوپټېل اتم، حضرت الله ځاځی نهم او ایئن مورګن لسم ځای خپل کړی دی.

په دې نوملړ کې د افغان لوبغاړو په منځ کې محمد نبي عیسی خېل نهه ویشتم ځای نیولی دی.

رحمان الله ګربز د افغان لوبغاړو په منځ کې دویم لوبغاړی دی او د نړیوالو لوبغاړو په منځ کې شپږدېرشم ځای لري، د رحمان الله ګربز ټولې نومرې ۵۰۳ دي.

نجیب الله ځدران پنځه څلوېښتم نمبر دی، ټولې نومرې یې ۴۸۳ دي.

اصغر افغان اووه پنځوسم نمبر دی او ټولې نومرې یې ۴۵۱ دي.

سمیع الله شینواری اووه اتیایم نمبر دی او نومرې یې ۳۶۶ دي.

له دې وراخوا د شل اوریزو لوبو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې نشته.

د ګربز د پرمختګ موقع

د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ د لوبلړۍ او د هندوستان او انګلستان ترمنځ د شل اوریزو لوبو له پای وروسته به کرکټ نړیواله شورا یو ځل بیا د شل اوریزو لوبو درجه بندي خپره کړي.

دا چې رحمان الله ګربز د زِمبابوې خلاف لومړۍ لوبه کې ۸۷ منډې وکړې؛ نو دا چاره له هغه سره بشپړه مرسته کوي، چې په درجه بندۍ کې زیات رامخکې شي.

ګربز ته پکار دا ده، چې راتلونکو دوو نورو لوبو کې هم د زِمبابوې پر وړاندې نیمه سلیزې ووهي، ترڅو وکولای شي، چې زیاتې نومرې ترلاسه کړي او ډېری لوبغاړی په درجه بندۍ کې ترشا پرېږدي.

وروستي مطالب