مارچ 6, 2021

د ارګ او پارلمان جنجال؛ ولسي جرګې مشر وايي، لویه مشورتي جرګه نه منم !

Advertisements

راپور: بشر درویش
د ولسي جرګې رییس د ملي شورا په شتون کې د هرې مشورتي جرګې جوړول غیرقانوني بللي دي.
پرون ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په ملي او مهمو مسلو کې د دوی د نظارت او مشورې لپاره د خلکو ملاتړ مهم بولي او پدې برخه کې د دوی د همکارۍ ډاډ ورکوي.
په عین حال کې تازه د ولسي جرګې د رسنیو دفتر یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښاغلي رحماني او ولسمشر اشرف غني تر منځ خبرې بې پایلې وې او ولسمشر له ولسي جرګې سره د مشابه ناستو غوښتونکی دی.
په دې اړه اعلامیه کې ویل شوي چې میر رحمان رحماني ویلي تر هغه چې د خلکو رښتیني استازي په ملي شورا کې وي، نو د لویې جرګې رابلل غیرقانوني دي.

ارګ کې پرون له ولسي جرګې پلاوي سره د ولسمشر غني ناسته

د ولسي جرګې مشر زیاته کړې؛ حکومت باید د ملي شورا له غړو سره د مهمو ملي مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پیل او د ۴۰۰ طالب بندیانو د تبادلې په اړه ګډه ناسته وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ لویه جرګه چې د راتلونکې جمعې په ورځ ، د اګست په اتمه به جوړه شي، نه یوازې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول به په پام کې ونیسي ، بلکې په اجندا کې به نور مهم مسایل هم په پام کې ونیسي.
له دې سره په څنګ کې پرون ولسمشر د مشرانو جرګې له مشر او ورسره پلاوي سره هم پر همدې مسله لیدلي دي. تر اوسه د هغوی له لورې د مخالفت په اړه څه نه دي ویل شوي، ښکاري چې هغوی به مشورتي لوبه جرګه کې موافقه لري.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي