روغه سټه

د وجود رګونه ولې پړسیږي؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

د وجود رګونه د وجود مختلفو برخو او په خاصه توګه تر ټولو مهمې برخې(زړه) ته د وینې رسولو دنده لري.
موږ ترهغې خپلو رګونو ته زیات نه متوجه کیږو، چې ونه پړسیږي یانې خپله مو پام ځانته جلب کړي.
په دې مطلب کې د رګونو د پړسوب یا ځان څرګندولو په دلایلو درسره غږیږو:

تشویش مه کوئ
که مو د وجود رګونه پړسیدلي وي او په دلیل یې نه پوهیږئ نو اندیښمن کیږئ مه.
دا پړسوب ډېر کم د ناروغیو له کبله وي، خو ډېر وخت طبیعي مسئله وي.
د رګونو طبیعي پړسوب په عام ډول د وجود سلامتۍ ته خطرناک نه وي.
دلته به د دغه پړسوب مختلف لاملونه درسره شریک کړو:

د پوستکي اغېز
-ځینې وخت د رګونو پړسوب د وجود د پوستکي د طبیعي رنګ یا جوړښت له کبله وي.

روغتیا پوهان وایي: هغوی چې روښانه پوستکی لري د هغوی په نسبت یې رګونه زیات پړسیږي او ښکاري، چې د پوستکي رنګ یې روښانه نه دی.

د پوستکي نری والی هم په دې برخه کې رول لري.

د عمر له زیاتیدو سره په طبیعي ډول تر پوستکي لاندې د وجود غوړ کمیږي. همدا وجه ده، چې د عمر خوړلو خلکو د لاسونو، پښو او د وجود د نورو برخو رګونه ډېر روښانه معلومیږي.

د ورزش اغېز
تر ورزش وروسته هم د زیاتو خلکو رګونه پړسیږي. دا یوه طبیعي مسئله ده، کله چې ورزش کوئ د وجود عضلې مو فعالیت پیلوي.
دا فعالیت هم سبب کیږي، چې رګونه وپړسیږي او په روښانه توګه ښکاره شي.
له ورزش څخه وروسته عضلات بیرته خپل پخواني حالت ته ګرځي او د رګونو پړسوب ورسره کمیږي.

د حامله توب اغېزې
دا بحث د ښځینه وو اړوند دی. ډیرې ښځې چې رګونه یې پړسیږي یو لوی دلیل یې د دوی د حامله توب اغېز وي.

په حامله ښځو کې د نا حامله وو په پرتله د وینې کچه لوړه وي. د دوی رګونه هڅه کوي دا وینه په لا فعاله توګه انتقال کړي.

له دې کبله د دوی رګونه زیات پړسیږي او په روښانه توګه معلومیږي.

رګونه د جنین د تغذیې لپاره هم تر پخوا فعاله رول لوبوي.
د حامله ګۍ پر وخت که د ښځینه وو رګونه پړسیږي، زیات تشویش دې نه کوي.
دا د دغې دورې یو خاصیت دی، اندیښنه مه ورته کوئ.

د وجود د غوړ کموالی
که مو د وجود غوړ کم وي، دا مو هم د رګونو د پړسوب سبب ګرځي.
دا غوړوالی که زیات وي رګونه تر خپل پوښښ لاندې راولي او پړسوب ته یې نه پریږدي.
که غوړوالی کم وي، په هغه صورت کې د وجود رګونه هم پړسوب کوي او هم ځان پیاوړی او روښانه ښیي.

ډاکټر ته د ورتګ وختونه
د رګونو د پړسوب پر وخت په دغو مواردو کې ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
کله چې د رګونو پړسوب له پورتنیو طبیعي عواملو پرته او د سینې درد، ساه بندۍ او د وجود له زخمي کیدو سره هم مهاله وي.
له طبیعي عواملو پرته د رګونو پړسوب د واریس، د وینې د لخته کیدو او نورو عاملینو له کبله وي.
په دغه حالت کې حتما او زر ډاکټر ته لاړشئ، چې درملنه مو وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي