هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

شارخ خان جادوګري کوي

د بالیووډ د بادشاه شارخ خان او وتلي اداکار سلمان خان مینوال په بې صبرۍ په ټیوب لایټ فلم کې ددې دواړو اداکارانو یوځای کیدو ته انتظار کوي.

داسې خبرونه ورکول شوي وه، چې شارخ خان به له سلمان خان سره په ټیوب لايټ فلم کې په یوه سندره کې راښکاره شي؛ خو اوس خبره تر دې هم غټه او ښه شوه.

د وروستیو رپوټونو له مخې شارخ خان ته په دغه فلم کې د جادوګر نقش ورکړل شوی. شارخ به په دې فلم کې جادوګر وي.

له ریس فلم څخه

دا د سلمان خان او شارخ خان ټیک ۱۵ کاله وروسته ګډ فلم دی. دوې په ۲۰۰۲ کال کې، په (هم توماری هی صنم) فلم کې یوځای لوبیدلي وه.

د سلمان خان ټیوب لایټ فلم به د راتلونکې جون میاشتې په ۲۵ مه خپور شي. فلم کې سهیل خان او د چین اداکارې ځهوځهو هم کار کړی دی.

شارخ خان خپل فلم ریس تازه خپور کړی، چې په یوه اوونۍ کې شاو خوا ۱۰۰ کروړه پیسې ګټلې.

له ریس فلم څخه

کتوونکي وايي، چې شارخ خان دتیر کال د څو پرله پسې ماتو وروسته، په ریس فلم ډيره خوارې کړې.

فلم کې ورسره پاکستانۍ اداکاره ماهره خان هم لوبیدلې ده.

پرون دوشنبه شارخ خان د پونې په یو پوهنتون کې له خپلو مینوالو سره ولیدل. په زرګونو خلک او محصلین ورته راټول شوي.

شارخ خان د ریس فلم د پرموشن لپاره ټولې لارې په کار اچولي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */