مارچ 8, 2021

پر مودي ځانمرګي کوونکې سندرغاړې د هنر ډګر پریښود

Advertisements

د پاکستان مشهوره سندرغاړې رابيې پيرزاده د هنر د نړۍ سره د مخه ښې اعلان وکړ، نوموړې په وروستیو کې مودې ته اخطارونو ورکولو د خلکو ښه د پام وړ ګرځېدلې.
رابعه پيرزاده د ټولنیزو رسنیو د ویب پاڼې ټوئټر په وسیله د په یوه اعلان کې د سندرو د نړۍ مخه ښه کړې.
دغې سندرغاړې لیکلي:
«زه رابي پیرزاده د هنر له نړۍ څخه څنګ ته کېدل غوره کوم، الله تعالی دی زما ګناهونه وبخښي.»
نوموړې دغه راز زیاته کړې چې الله تعالی دی چې د دې په حق کې د خلکو زړونه نرم کړی.
دغې سندرغاړې په خپل ټویټ کې د قران عظیم الشان یو مبارک ایت هم لیکلی چې معنی یې ده:
«الله چې چاته وغواړي عزت ورکوي او چاته چې وغواړې ذلت ورکوي.»
د یادولو ده چې څه موده وړاندې د دغې سندرغاړې لوڅې ویډیو ګانې او انځورونه په سوشل رسنیو کې خپرې شوي چې له امله یې نوم په ټویټر کې اوس هم په هیشټګ کې کارول کیږي.
سندرغاړې په دې تړاو خپله خاموشي ماته کړې او غلې نه ده پاتې او د انټرنیټي جرمونو د څېړلو برخې ته یې شکایت کړی دی چې دغه څانګې هم په دې تړاو خپل فعالیت پيل کړی دی.
نوموړې دغه راز په خپل شکایت کې لیکلي وه چې څېړنه دې وشي چې دغه ویډیو ګانې چا انټرنټ ته خېژولي دي.
 

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ